خبرونه
د پاکستان په لنډي کوتل کې د چاودنې د مړو شمېر ۲۵ تنو ته لوړ شو
د لنډي کوتل سیمې یوه چارواکي ارشد خان وویل، چاودنه د بسونو اډې ته نزدې شوې او داسې ښکاري، چې د حکومت پلوه زخه خیل قوم کسان يې هدف وو.
دغه ډله په سیمه کې د یوه جنګ سالار پر وړاندې ولاړه ده.
که څه هم چې د دې چاودنې مسوولیت چه نه دی منلی، خو په دغې سیمه کې اکثره حملې د سخت دریځو ډلو له خوا ترسره شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ملګرو ملتونو سرمنشي: د حماس بې رحمي د فلسطینیانو د ډله ییزې سزا پلمه نه شي کېدای

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وايي، د حماس د توندلارې ډلې بې رحمي هېڅکله فلسطینیانو ته د ډله ییزې سزا پلمه نه شي کېدای.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس ته د یوې تروریستي ډلې په سترګه ګوري.
ګوتیریش دا څرګندونې داسې مهال کوي چې اسراییل د حماس ډلې پر وړاندې پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د څو اوونیو له نښتو وروسته پرون جمعه د امنیت شورا غونډه راوبلله.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې، د حماس ډلې تر ادارې لاندې د غزې د روغتیا وزارت ارقام ښيي چې د دې حملو په ترڅ کې تردې دمه په غزه کې له ۱۷ زرو زیات کسان چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي دي.
ګوتیریش همداراز وویل چې شاوخوا ۱۳۰ تنه برمته لاهم د حماس په بند کې دي.
هغه د دې برمته وو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
اسراییلو د غزې په تړانګه کې هوايي او ځمکنۍ حملې وروسته له هغه پیل کړې چې حماس ډلې یې د اکتوبر په اوومه پر قلمرو برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه نور یې برمته کړل.
کرکټ؛ د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبغاړو ډله نن نیپال سره لوبیږي

په پام کې ده چې د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله د آسیایي جام د لوبو په لړۍ کې سبا یکشنبې له نیپال سره سیالي وکړي.
دا د متحده عربي اماراتو په کوبه توب په آسیايي جام کې د افغانستان دوهمه لوبه ده.
د افغانستان د نولس کلنو لوبډلې پرون خپله لومړۍ لوبه د ۷ ویکټو په توپیر هند ته وبایلله.
د افغانستان دریمه لوبه به د دې اوونۍ د سه شنبې په ورځ له پاکستان سره وي.
د آسیايي جام په لوبو کې پر افغانستان سربېره، د هند، پاکستان، سریلانکا، بنګله دېش، متحده عربي اماراتو، نیپال او جاپان د نولس کلنو لوبډلې برخه لري.
افغانستان په الف ګروپ کې له پاکستان، هند او نیپال سره یوځای دی.
طالبان: پاکستان نه ستنو شویو کډوالو ته ۲ لکه نومرې ځمکې وېشلو ته چمتو شوې دي

د طالبانو حکومت یو چارواکی ادعا کوي چې دوی له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د استوګنې لپاره د ځمکو دوه لکه نومرې چمتو کړې دي.
د کرنې سرپرست وزیر عطاالله عمري په یوه ویډیو کې چې د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس خپره کړې، وايي چې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره دا ځمکې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ښارګوټو په چوکاټ کې چمتو شوې دي او هغو کسانو ته ورکول کېږي چې خپلې ځمکې نه لري.
د ښاغلي عمري په وینا، د هغو کورنیو لپاره چې تر ۱۰ پورې غړي لري ۱۰ بسوې او د هغو لپاره چې له ۱۰ غړو زیات لري، ۱۵ بسوې نومرې ځانګړې شوې دي چې حکومت یې راستنېدونکو ته په نیمه بیه یا پنځوس سلنه تخفیف ورکوي او په لومړي کال به هېڅ پیسې هم نه ترې اخیستل کېږي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تېرو دوو میاشتو کې له څلورنیم لکو ډېر افغانان، څه په جبري ډول او څه په خپله خوښه له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
دا کډوال شکایت کوي چې د حکومت او مرستندویو ټولنو له خوا له دوی سره شوې مرستې کافي نه دي.
قطر نن د افغان ښځینه وو د زده کړو د ننګونو په اړه د یوې غونډې کوربه دی

د کړکېچونو او بشري څېړنو مرکز وايي چې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو پر وړاندې د پرتو ننګونو په اړه نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې په یوه غونډه کې خبرې په پام کې دي.
دې مرکز پر خپله وېبپاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قطر او اندونېزیا د بهرنیو چارو د وزارتونو په کوربه توب د افغان ښځو د زده کړو په اړه نړیوال کنفرانس نن د ډسمبر په نهمه نېټه جوړېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې غونډه کې مخکښ کارپوهان، نړیوال سازمانونه او نور اړوند چارواکي راټولېږي او د افغان ښځو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو په اړه بحث کوي.
د کړکېچونو او بشري څېړنو مرکز ویلي چې د دې کنفرانس د څېړنو نتاېج به د یکشنبې په ورځ د دوحه فورم په نوم د پالیسي جوړوونکو او نورو ګډونوالو هغې غونډې ته وړاندې شي چې سږکال د ګډو برخلیکونو د جوړولو تر سرلیک لاندې جوړېږي.
طالبانو د افغانانو او نړیوالو له پرله پسې غوښتنو سره سره تراوسه د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو دروازې بندې ساتلې دي.
بګټي: پاکستان په سياسي فعاليتونو کې ښکېل د قانوني اسنادو لرونکي لس افغانان ايستلي

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي وايي، لس هغه د قانوني اسنادو لرونکي افغانان يې له دې هېواده ايستلي چې د ده په خبره په سیاسې فعالیتونو کې يې لاس درلود.
خو هغه د دې افغانانو د سیاسي فعالیتونو په اړه ډېر جزيیات ورنه کړل.
بګټي چې نن جمعه په اسلام اباد کې يې یوه خبرې کنفراس کې خبرې کولې وویل، بهرني اتباع نه شي کولی د پاکستان په سیاسي چارو کې مداخله وکړي.
بګټي زیاته کړه، دوی اوسمهال د بې اسناده افغان کډوالو د ايستلو په لومړی مرحله کې دي.
د هغه په خبره، په تېرو دوه نیمو میاشتو کې نږدې نیم میلیون هغه افغانان چې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني اسناد يې نه درلودل له دې هېواده ايستل شوي دي.
پاکستان په رسمي ډول د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستل بهیر د روان کال د نومبر په لومړۍ نېټه پیل کړ.
طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړېدو د غوښتنې په تړاو د حکمتیار څرګندونې رد کړې

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار هغه ادعاوې رد کړې چې ویلي وو، امریکا له طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنې چټکې کړي او د دوی حکومت ته يې یو فهرست هم سپارلی دی.
مجاهد نن پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر لیکلي، د حکمتیار خبرې حقیقت نه لري او د دوی حکومت له هیچا سره د ټولشموله حکومت د جوړېدو ژمنه نه ده کړې.
تر دې مخکې د افغانستان ځینو کورنیو رسنیو د افغانستان د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار له قوله راپور ورکړی و چې امریکا له طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړولو غوښتنې چټکې کړي او یو فهرست يې هم ورته سپارلی دی.
د حکمتیار له خولې همدارنګه ویل شوي چې امریکا د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی، که یې شرایط ونه منل شي د دوی د مخالفانو ملاتړ به پیل کړي.
دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې په وروستیو کې په روسیه، تاجکستان، اتریش او نورو هېوادونو کې د طالبانو د سیاسي مخالفانو غونډې جوړې شوي دي.
خپله امریکايي چارواکو د ګلبدین حکمتیار د دې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې، خو تر دې مخکې امریکايي چارواکو په افغانستان کې د افغانانو ترمنځ په خبرو ټینګار کړی، خو ویلي یې دي د طالبانو د حکومت پر وړاندې د کوم وسلهوال مخالفت ننګه نه کوي.
اسیاجام؛ هند افغانستان ته ماتې ورکړه

تر نولسو کلونو د کم عمره ځوانانو د اسیا جام په لومړنۍ سیالۍ کې هندوستان د ۷ وېکټو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه هندوستان ګټلې وه او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړې وه.
افغان لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۷۳ منډې یې وکړې.
په افغان توپوهونکو کې جمشیدځدراڼ ۴۳، محمدیونس ۲۶ او نعمان شاه ۲۵ منډې وکړې.
هندي توپ اچونکو کې ارشین کولکرني او راج لیمباني درې درې لوبغاړي وسوځول.
هند ورکړل شوی هدف یوازې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۸م اور کې پوره کړ.
د یادې لوبډلې لپاره ارشین کولکرني ۷۰ او موشیرخان ۴۸ منډې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې بشیراحمد، خلیل احمد او وحید الله ځدراڼ یوه یوه وېکټ واخیسته.
د ویلو ده چې د نن ورځې په دویمې سیالۍ کې بیا پاکستان نیپال ته ماتې ورکړې ده.
افغانستان به خپله دویمه سیالي د ډسمبر په ۱۰مه نېټه له نیپال سره ترسره کوي.
پر غزې د اسراییلو د بریدونو زیاتوالی؛ د سلګونه کسانو د وژلو راپورونه خپاره شوي

اسراییل پر غزې تړانګې خپل بریدونه لا شدید کړي چې د فلسطینیانو د نورې محاصرې او سلګونو نورو کسانو د وژل کېدو سبب شوي دي.
د جګړې د پراخېدو له کبله واشنګټن ویلي، اسراییل له هغو ژمنو شا ته شوی چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره یې د زیاتو اقداماتو په باب کړې وې.
د اسراییل پوځ ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په غزه کې څه باندې۴۵۰ اهداف ویشتلي دي.
دا له کله چې اوونۍ مخکې لنډمهاله اوربند مات شو، تر ټولو زیات اهداف ګڼل شوي دي.
د غزې اکثریت اوسېدونکي له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي چې له بشري مرستو، په روغتونونو کې د ګڼه ګوڼې له کبله روغتیايي خدماتو، خوړو او څښاک پاکو اوبو بې برخې شوې دي.
ولادمیر پوتین د روسیې د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې بیا ځان کاندیدوي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي چې دی به د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې بیا ځان کاندید کړي.
په پام کې ده، په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۲۴م کال د مارچ میاشتې پر ۱۷مه وشي.
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس نن د پوتین په وینا راپور ورکړی چې ویلي یې دي چې دی به دغو ټاکنو ته ځان کاندید کړي.
ولادمیر پوتین په کرملین کې هغو مراسمو ته دا څرګندونې کړي چې په اوکراین کې د روسیې په جګړه کې جنګېدلو سرتېرو د درناوي لپاره جوړ شوي وو او دغو سرتېرو ته د روسیې د اتلولۍ طلايي ستوري مډالونه ورکړل شول.
د ازبکستان ولسمشر د جنايي پېښو په تړاو ۳۳۴ بندیان بخښلي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هغه ۳۳۴ بندیان بخښلي چې د جنايي پېښو په تړاو بندیان وو.
میرضیایف د ډسمبر میاشتې د اوومې یا د ازبکستان د اساسي قانون د تصویب د ۳۱مې کلیزې په مناسبت دغه فرمان لاسلیک کړی دی.
په هغو کسانو کې چې عفوه ورته شوې ۱۸ بهرنیان، ۲۳ ښځې او ۱۵ هغه نارینه شامل دي چې عمرونه یې تر ۶۰ کلونو زیات دی.
۸۸ نور کسان په ممنوعه سازمانونو کې په غړیتوب محکوم شوي وو.
د ازبکستان مستبد مشر میرضیایف وخت ناوخت تر لویو مناسبتونو مخکې د عفوې اعلانونه کوي.