د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۵۰

ولې سعودي عربستان د افغانستان د سولې په برخه کې مهم رول نه دی لوبولی؟


افغان حکومت وايي سعودي عربستان کولی شي د افغانستان د سولې په پروسه کې اغیزمن رول ولوبوي.

د سولې عالي شورا وايي، د همدې هڅو په لړ کې به د دوی یو پلاوی ډیر ژر سعودي عربستان ته سفر هم وکړي.

خو دا چې ولې تر اوسه پورې د اسلامي نړۍ دې مهم هیواد هغه غوښتنې نه دي عملي کړي، چې د افغانستان د سولې د بهیر د ملاتړ لپاره ورڅخه کیږي، ځینې پوښتنې پیدا کړي دي.


ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د اسیا د زړه هیوادونو په کانفرانس کې یو ځل بیا د سولې په پروسه کې د سعودي همکاري مهمه وبلله او په دې برخه کې يې د دې هیواد د جدي هڅو غوښتنه وکړه.

دا لومړۍ ځل نه دی، بلکې افغان حکومت او په خپله ولسمشر کرزي په کراتو، د اسلامي نړۍ پر دې ستر او مهم هیواد غږ کړی، چې په سیمه کې له خپل اغیز څخه په استفادې په افغانستان د جګړې د پای او د سولې د ټینګښت لپاره ګامونه واخلي.

د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مسوول اسمعیل قاسمیار وايي؛ د دوی یو پلاوی ډیر ژر سعودي ته ځي، څو د افغانستان د سولې هڅې له دغه هېواد سره شریکې کړي.

خو د افغان حکومت د متکررو غوښتنو سره سره سعودي عربستان د افغانستان د سولې لپآره هغه د پام وړ اقدامات چې تمه ترې کیږي نه دي کړي.

د سیاسي چارو کار پوه ډاکتر اکبر وردګ وايي، سعودي اندیښنه لري، چې په افغانستان کې د سخت دریځو د وسله وال فعالیت پای به ښايي په سعودي او شاوخوا سیمه کې د اسلام پالو سخت دریځو د فعالیت د انتقال سبب شي.

سعودي نه یوازې دا چې د طالبانو واکمني يې په رسمیت پژندلې وه؛ بلکې له پاکستان سره، چې ویل کیږي، د سخت دریځو وسله والو د روزنې، تمویل او هڅونې مرکزونه په کې دې هم نزدې او ټینګي اړیکي لري.

سره له دې چې سعودي عربستان وايي، په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی، خو تر اوسه پورې يې پر پاکستان چې د افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره يې همکاري اساسي اهمیت لري، کوم ډول فشار نه دی راوستی.

د چارو کار پوهان وايي، ښايي سعودي به نه غواړي، چې له پاکستان سره د خپلو اړیکو اهمیت او ارزښت د افغانستان د سولې قرباني کړي.

بل لورته بیا د متحده ایالاتو او سعودي عربستان تر منځ ټینګو او ستراتیژیکو اړیکو ته په پام سره دا پوښتنه هم پیدا کیږي؛ چې ولې واشنګتن سعودي عربستان نه هڅوي، چې پر اسلام اباد فشار راولي، چې په افغانستان د وسله والو ډلو د فعالیت د مخنیوي په خاطر ګامونه واخلي.

حال دا چې سخت دریځي وسله وال د خپل فعالیت اصلي پلمه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون یادوي.
XS
SM
MD
LG