د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

غاليون: م.م دې په سوريه کې خپل ماموريت له سره پيل کړي


د سوريې د عمده مخالفې ډلې ملي شورا پخواني عمومي مشر د شنبې په ورځ له ملګرو ملتونو وغوښتل چې خپل سوله ساتي په دغه هېواد کې وګماري.

دا غوښتنه وروسته تر هغه وشوه چې د ملګرو ملتونو څارونکو په سوريه کې خپل ماموريت وځنډاوه.

د سوريې د ملي شورا پخواني مشر برهان غاليون چې اوس د دې شورا د سياسي بيرو مشر دى وويل:

”موږ بايد د ملګرو ملتونو سوله ساتي له ګڼو خلکو سره سوريې ته په ماموريت ولېږو، څو وکړاى شي د رژيم له خوا په کېدونکي تاوتريخوالي کې د دوى ساتنه وکړي”

د ملګرو ملتونو څارونکو په تېرو لسو ورځو کې د ولسمشر اسد د ځواکونو او مخالفانو ترمنځ د زياتېدونکي تاوتريخوالي له کبله په سوريه کې خپل عمليات وځنډول.

د دې څارونکي ماموريت يوه مسوول جنرال رابرټ مود په يوه بيان کې ويلي:

”څارونکي به ګزمې نه کوي، تر بلې خبرتيا پورې به په خپلو ځايونو کې تم وي”

ده وويل د تاوتريخوالي زياتوالي د ملګرو ملتونو د ٣٠٠ بېوسلې څارونکو مخه نيولې چې نه شي کولاى د اپرېل د دوولسې نېټې د اوربند د شوې معاملې څارنه وکړي، دغه موافقه هم ونه توانېده تاوتريخوالى بند کړي.

مود زياته کړې:

”د ماموريت پر ځنډ به ورځني وضعيت ته په پام سره بيا کتنه کېږي. که وضعيت زموږ لپاره مناسب و، عمليات به بيا پيل شي، څو خپلې راسپارل شوې چارې ترسره کړو”

وروسته تر هغه چې دوې مياشتې مخکې د نړيوال څارونکي کوفي انان له خوا د اوربند موافقه وړاندې شوه، په سلګونو کسان، چې په هغو کې ملکيان، مخالفان او دولتي پوځيان شامل دي، ووژل شول.
XS
SM
MD
LG