د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

د اسیا دزړه د سمیه ییز کنفرانس ژمنې باید تعقیب شي‎


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې د بحث زیاته برخه په کابل کې د اسیا د زړه سیمه ایز کنفرانس او د هغې د پریکړو د پلې کولو څرنګوالي ته ځانګړې شوې.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په کابل کې د اسیا د زړه د سیمه ایز کنفرانس د پریکړو پلې کول بل مهم ګام بللې، چې باید د افغانستان او سیمې د هیوادونو لخوا پورته شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دې کنفرانس کومه نوې موضوع نه ده مطرح کړې، بلکه هغه څه، چې د سیمې او یا څو هیوادونو په کچه په وروستیو کې رامنځ ته شوي هغه یې تایید او د پلې کولو لپاره خپل هوډ تازه کړ.

د ورځپاڼې په وینا د کنفرانس اهمیت پدې کې وو، چې د بحثونو زیات تمرکز په افغانستان وو او د ګډونوالو له ویناو داسې ښکاریدله، چې په افغانستان او سیمه کې د امنیت لپاره د سیمې او نړۍ په کچه لیوالتیا موجوده ده.

ویسا خپلواکې ورځپآڼې هم په خپل بحث کې د افغانستان په اړه د شویو پریکړو په پلې کولو ټینګار کړې او لیکلي، چې دا مسئله د افغانستان لپاره له بل هر څه مهم مهمه ده.

ورځپاڼې لیکلي، چې د افغانستان په اړه زیاتې غونډې جوړې شوي، زیاتې ژمنې شوي او زیات څه ویل شوي، چې بیا پرې عمل نه دی شوی.

د ورځپاڼې په وینا ټوله نړۍ په افغانستان کې سوله غواړي، خو سوله نه راځي، ټوله نړۍ له افغانستان سره خواخوږي ښیۍ، خو امن نه راځي او ټوله نړۍ له افغانستان سره په یو نه یو ډول د مرستې ژمنه کوي، خو افغانستان لا هم ژوبل ژوبل دی.

ورځپاڼې لیکلي، چې ددې حالت اساسي لامل دادې، چې د نړۍ خلک ژمنه وکړي، هیلې ورکړي، خو په عمل کې بیا خبره سرچپه وي او یا ډیر لږ عملي شي.

د ورځپاڼې په وینا همدا لامل دې، چې افغان ولس په هر کنفرانس کې د افغانستان په اړه شویو پریکړو ته ترهغو د شک په سترګه ګوري، چې عملي شوي نه وي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلي، چې د اسیا د زړه د سمیه ایز کنفرانس ژمنې باید په جدي توګه تعقیب شي.

د ورځپاڼې په وینا پدې کنفرانس کې د شویو پریکړو تعقیبول به له افغانستان سره مرسته وکړي، چې ایران او پاکستان تر فشار لاندې راوړي، څو له خپل دوه مخې سیاست نه لاس په سر شي او په دغه هیواد کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

ورځپاڼې خبردارې ورکړې، که داسې ونشي او افغانستان یو ځلې بیا یوازې پریښودلې شي، نو نه یوازې دا، چې افغانستان به د امنیت له پلوه له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي، بلکه د هغې ناوړه اغیزې به سیمه هم پرې وځي.

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا د اسیا د زړه په سیمه ایز کنفرانس کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په څرګندونو انتقاد کړې او لیکلي، چې دغه هیواد یو ځلې بیا د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه.

ورځپاڼې د ایران اندیښنې بې ځایه بللې او لیکلی، چې دغه هیواد د خپلو ناوړه اهدافو د ترلاسه کولو لپاره دا ډول مسایل مطرح کوي.

دې ورځپاڼې هم په خپل نهایی تحلیل کې ددې کنفرانس د پریکړو په پلې کولو ټینګار کړې او لیکلي، چې باید د یو بل په چارو کې لاس وهنې بندې شي او د ګډو ستونزو د هواري لپاره په ګډه همکاري وشي.
XS
SM
MD
LG