د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۰۳

په هېواد کې د نشه يي توکو کاروبار نړیوال ملاتړ لري نو پرضد یې مبارزه ګرانه ده


په افغانستان کې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې په اړه د دیني عالمانو دوه ورځنۍ غونډه د شنبې په ورځ په کابل کې پرانستل سوه.

په دې غونډه کې، چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې، حج او اوقافو، پوهنې وزارتونو او ځینو نورو ادارو له خوا جوړه شوې، د نشه یي توکو په خلاف په مبارزه کې د دیني عالمانو په رول او همکارۍ خبرې وشي.

اکثره هغه دیني عالمان، چې په دې غونډه کې راټول شوي په دې باور دي، تر هغو، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کاروبار څخه نړیوال ملاتړ له منځه ولاړ نه سي، د دیني عالمانو مبارزه ګټه نه کوي.

په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې لپاره د ۳۴ ولایتونو د دیني عالمانو دا دوه ورځنۍ غونډه د شنبې په ورځ په کابل کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې او ځینو نورو وزارتونو او ادارو له خوا پرانستل سوه.

د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو لوی ریيس عبدالمالک ضیايي وویل، چې د نشه یی توکو پر ضد د مبارزې لپاره د جوماتونو له لاري د دوی تبلغ ترهغو ګټه نه کوي، چې نړیوال ملاتړ یې کم شوی نه وي.

“کوکنار شته، خو څوک چې یې په اپیمو بدلوي، دا څوک دي، چې موږ یې مخه ونیسو، ایا دا بېوزلي افغان ملت دی او که دا ده، چې په سیمه کې د قدرتمندو هیوادونو په لاس کې معاصره ټیکنالوژي ده، چې کوکنار په اپیمو بدلوي.

مخنیوی یې له دې لاري اغیزناک نه دی، چې موږ خپلو څو ځوانانو ته د منبر له لاري وینا وکړو.”

همدارنګه نوموړي وویل، چې نړیوالو مافیايي کړیو په افغانستان کې د نشه يي توکو کرنې او کارو بار ته د خپلې ګټې لپاره ارزښت او وده ورکړې.

په دې غونډه کې چې سلګونو دیني عالمانو ګډون کړی وو، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزیر له دوی څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د خلکو د عامه پوهاوي په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

خو ځیني نورو دیني عالمانو پر یو شمېر حکومتي ادارو انتقاد وکړ، چې د نشه يي توکو قاچاق وړونکې نه نیسي او نه یې هم په سزا رسوي، د دوی په خبره چې ځني چارواکې یې ملاتړ هم کوي.

د چارو پوهان هم تر ډیره د دیني عالمانو خبري تائیدوي او وايي، چې د نشه يي توکو نړیوالي مافیايي کړۍ افغانستان د یوه بېوزلي هیواد په توګه استعمالوي، چې ډیره ګټه یې دوی اخلي او زیان او ستړیا یې افغان کروندګرو ته رسیږي.

د دغو کارپوهانو له ډلي حبیب الله رفیع ازادۍ راډیو ته وویل.

“زما عقیده دا ده، چې د نړیوالي مافیا له خوا افغانستان د یوه بې څښتنه هیواد په توګه ټاکل سوی دی، اصلي خبره دا ده چې د قاچاق نړیواله مافیا غواړي افغانستان د جنګ او دربدرۍ په حالت کې وساتي، تر څو دوی وکولای سي، د تریاکو د کښت او کر لپاره ورڅخه ګټه واخلي او اصلي پیسې دوی واخلي نه افغان کروندګر.”


د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په اړه د دیني عالمانو دا دریمه ملي غونډه داسي وخت جوړیږي، چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت وايي افغانستان لا اوس هم په ټوله نړۍ کې ډیر کوکنار او نشه يي توکې تولیدوي او یو میلیون کسان په نشه يي توکو روږد دي.

په دې غونډه کې د دیني عالمانو په باور چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې لپاره باید په هیواد کې د سولي خبري بریالۍ سي او د امنیت په ټینګېدو سره د نشه يي توکو د کاروبار مخه هم تر ډیره نیول کېدای سي.

د چارو پوهان افغان حکومت ته سپارښتنه کوي، چې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو او کارباریانو ملاتړي چارواکې دي ونیسي او د نشه يي توکو د مافیاوو حکومتي ملاتړ دي له منځه یوسي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG