د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

امريکا خپل ځينې عمليات افشا کړل


د امريکا يوه بې پېلوته الوتکه
د امريکا يوه بې پېلوته الوتکه
سريزه:

سپينه ماڼۍ په يمن او سوماليا کې د القاعده شبکې په وړاندې د خپلې مبارزې له ځينو رازونو پورته کوي.

امريکا د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول تاييد کړه، چې په دغو دوو هېوادونو کې د مرګونو بريدونو رهبري کوي.

له امريکا دباندې د پوځي عملياتو د څرنګوالي په باب د جمعې په ورځ د سپينې ماڼۍ شپږمياشتنى راپور کانګرس ته وړاندې شو.

په راپور کې ويل شوي امريکايي پوځيان په يمن او سوماليا کې د القعده شبکې په غړو او تړلو کسانو په وړاندې ”په مستقيم ډول” عمل يا اقدام کړى، پخوا دغه ډول مسايل په رسمي ډول نه تاييد کېدل.

د سپينې ماڼۍ په دې شپږمياشتني راپور کې د ”مستقيم عمل” په اړه نور توضېحات نه دي ورکړل شوي، خو دا يوه پوځي اصطلاح ده، چې معمولاً مرګونو حملو ته کارول کېږي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د يمن او سوماليا په برخه کې ”مستقيم عمل” هغه موضوع ده چې د بې پېلوټه الوتکو بريدونه هم په کې شاملېږي.

د سپينې ماڼۍ په راپور کې له امريکا دباندې د پوځي عملياتو په برخه کې د بې پېلوټه امريکايي الوتکو يادونه نه ده شوې.

دغه الوتکې د ريموټ په مرسته کنټرولېږي، چې څارونکې کمرې لري او په توغنديو سمبالې دي.

راپور يوازې د امريکا د پوځي او د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په اړه دى، نه د هغو عملياتو په اړه چې د امريکا د استخباراتي ادارې يا CIA له خوا ترسره کېږي.

د دې راپور تر خپرېدو وروسته د امريکا د دفاع وزارت وياند جورج ليټل وويل:

”موږ په ټولو مواردو کې د القاعده شبکې پر هغو غړو او ورپورې تړلو کسانو تمرکز کوو، چې امريکا او زموږ ګټو ته مستقيم ګواښ پېښوي”

په راپور کې په يمن او سوماليا کې د پوځي عملياتو په اړه جزئيات نه دي ورکړل شوي. يوازې دا مسئله په کې تاييد شوې چې په دغو دوو هېوادونو کې پوځي عمليات شوي دي.

که څه هم له امريکا دباندې د مشکوکو تروريستانو وژنه تاييد شوې، خو په دغو وژنو کې د بې پېلوټه امريکايي الوتکو د دخالت په اړه څه نه دي ويل شوي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور پر اساس، په يمن او سوماليا کې د ټروريزم ضد عملياتو د افشا لپاره د امريکا د ولسمشر بارک اوباما دا تصميم څرګندوي چې امريکا له خپلې خاورې دباندې د خپلو ځواکونو د کارولو په اړه زيات وضاحت ورکوي.

د سپينې ماڼۍ په راپور کې ويل شوي، امريکايي پوځيانو په سوماليا کې د تروريستانو د هغه ګواښ په وړاندې مبارزه کړې چې د القاعده شبکې او په دې شبکې پورې د تړلې الشباب ډلې له خوا پېښ شوى و.
XS
SM
MD
LG