د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

″نیک والینډا″ د نیاګارا ابشار پر سر په یو نري مزي تیر شو


نیک والینډا
نیک والینډا
نیک والینډا خپل هغه خوب پوره کړ، چې غوښتل یې چې د نیاګارا ابشار یا ځړوبي پر سر چې د نړۍ ستر ابشار دی په نري مزي تیر شي.

دا په تیره یوه پیړۍ کې لومړني کس دی، چې د دې ابشار پر سر چې د امریکا او کاناډا په منځ کې پروت دی، تیریږي.


مخکې له دې چې د والینډا د کورنۍ دا غړی نیک والینډا د نیګارا د ابشار له پاسه په نري پړي تګ بشپړ کړي، هغه ویلي وو، یو څه مظطرب دی خو د دې کار لپاره یې اراده پخه ده.

نوموړي د جمعې په ورځ د هغو خبرداریو سره سره، چې د مرغانو الوت او شمال ښايي د دې سبب شي، چې حرفوي نیک والینډا په څپانده ابشار کې راپریوځي د دې ابشار له سره په نري مزي تیر شو؛ په احتیاط خو خوندي تیر شو.

له ۱۰۸۶ کال را وروسته درې دېرش کلن نیک والینډا په تیرو سلو کلونو کې لومړنی کس دی؛ چې د نیاګارا د ابشار د پاسه په نري پړي تیر شو. تر ده مخکې په ۱۹۸۶ کې ۲۱ کلن ″جیمز هارډي″ د دې ابشار د پاسه په نري پړي تیر شوی و.

د نیاګارا د ابشار د امریکا او کاناډا په دواړو خواو کې په میلونونو خلکو د والینډا د څلوېښتو دقیقو په دوام په نري او خطرناک مزي دا تیریدنه د تلویزون له لارې تماشا کوله او په زرګونو خلک د دې ابشار شا او خوا هم راټول شوي وو.

د دې نندارې تمویلونکیو له والینډا غوښتي وو، چې د خوندیتوب وسایل دې ځان سره وتړي او که چیرې یې د ابشار د پاسه توازون خراب شي او راپریوزي؛ نو ژغورونه به یې اسانه وي.

خو راپورونه وايي، چې والینډا په داسې احتیاط پر دې مزي د خطرناک ابشار پر سر دا تګ بشپړ کړ؛ چې د خوندیتوب د وسایلو د کارولو اړتیا پېښه نه شوه.

هغه کسان چې دا ننداره یې له نژدې لیدله، وايي، یو مهال خو نوموړی له سترګو پنا شو او یوازې سور جاکټ او د توازن د کنترولو لپاره ورسره اوږده لکړه ښکارېده. څو ځله ولیدل شول، چې د ابشار د پاسه الوتونکې مرغان د نیک والینډا مخ ته ډیر لنډ لنډ الوځي.

د دې نندارې له بشپړلو څو شیبې وروسته، نیک والینډا خبریالانو ته وویل، یو مهال یې احساس کاوه، چې په وریځو کې دی، نوموړي زیاته کړه، ځینې کارونه چې ناممکن ښکاري، که فکر ورته برابر کړي په حقیقت کې ناممکنه نه وي.

نوموړي وویل، کله چې له دې نري پړي د ابشار پر سر تیر شو، نو لومړنی کار یې چې وکړ، هغه دا و، چې خپلې انۍ ته یې زنګ وواهه او هغې ته یې وویل؛ چې دا روغ رمټ دی.
XS
SM
MD
LG