د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۳۳

د پاکستان په قبایلي سیمه خیبر اجنسۍ کې درنه چاودنه شوې


د خیبر اجنسۍ په مرکز لنډيکوتل کې یوې زورورې چاودنې په لسګونو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.

چاودنه د شنبې په ورځ تر غرمې وړاندې د لنډيکوتل یا لوړاګي په مرکز کې د خلکو دګڼې ګوڼې په سیمه کې وشوه.
ځايي دولتي مقاماتو د ۴۵ تنو مرګ ژوبله تائید کړې خو ازادې سرچینې بیا اصل شمیر تر دې هم لوړ ښيي.

په لواړګي کې د پولیټيکلۍ یوه دولتي چارواکي، چې نه يې غوښتل غږ يې ثبت شي ازادي راډيو ته وویل، چې چاودنه د لواړګي بازار په مرکزي سیمه کې د زخه خیلو سیمې د موټرو په پخواني تمځای یا اډه کې وشوه.

دغه چارواکی وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې شاوخوا ګڼ شمیر ودانیو ته يې د پام وړ زیان ورساوه.

نوموړي د چاودنې د نوعیت په باب بې خبري وښوده خو ويې ویل چې له شواهدو ښکاري چې چاودیدونکي مواد په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

د پيښې یوه عیني شاهد او ځايي خبريال وصال اپریدي د پيښې له ځایه د تلیفون پر لیکه ازادي راډیو وویل، چې د چاودنې زور او په سیمه کې د خلکو ګڼې ګوڼې ته په پام ښايي د تلفاتو شمیر تر پنځوسو هم لوړ شي :

"د چاودنې په ځای کې شاوخوا ګڼ شمیر دوکانونه زیانمن شوي او یو زیات شمیر خلک يې په وینو لړي.
ځینې هغو کسانو چې بچ پاتې شوي وايي یوه ناپيژاندي کس له چاودیدونکیو موادو ډک موټر دلته ودراوه او لږ ساعت وروسته پکې زوروره چاودنه وشوه."

نوموړی د دغه بازار د ځينې دوکاندارانو له قوله وايي، چې یوه ناپيژاندي کس له چاودیدونکیو موادو ډک موټر په دغه بازار کې ودراوه او لږه شيبه وروسته پکې زوروره چاودنه وشوه.

ځايي دولتي مقامات د پيښې د ځای په باب وايي، چې پخوا په دې سیمه کې د زخه خیلو سیمې د موټرو اډه او د منګل باغ پرضد د جوړ شوي قومي لښکر دفتر و خو د ځينې امنيتي دلایلو له وجې يې یواځې څو ورځې وړاندې دغه اډه وتړله.

ځايي دولتي مقامات د لوړاګي روغتون د سرچینو او عیني شاهدانو له قوله وايي، چې په چاودنه کې د یاد امن لښکر هیڅ کوم د سر سړي ته زیان نه دی اوښتی او نه پوهیږي، چې د چاودنې هدف د همدې لښکر دفتر او مشران و که څنګه؟

د زخه خیلو قومي لښکر، چې په لومړي سر کې په تیراه کې د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام سخت دریزې وسله والې ډلې پرضد جوړ شوی دا مهال د خیبر اجنسۍ په مختلفو سیمو کې رظاکاران لري او لا هم له دې ډله سره په جنګ دی.

له دې وړاندې هم د دواړو لوریو ترمنځ خونړۍ نښتې او د منګل باغ د جنګیالیو له لوري د امن لښکر پر وسله والو ورته چاودنې شوې او ځانمرګي بریدونه هم شوي دي.

که څه هم تراوسه لا چا د چاودنې مسوولیت نه دی منلی او نه هم دولت یا زخه خیلو پر چا دعوه کړې او ځينې دولتي سرچینې وايي، د پيښې ځای ته په پام داسې ښکاري چې اصل هدف د زخه خیلو قومي لښکر دفتر او خلک و.
XS
SM
MD
LG