د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

امریکا د پاکستان اهمیت له پامه غورځولی


د (افغانستان په ارتباط راکړې ورکړې) د هغې مقالې سرلیک دی، چې د واشنګټن پوست ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې خپره شوې ده.

ورځپاڼه لیکي، متحد ایالاتو دا واقعیت، چې د افغانستان په سوله کې پاکستان څومره اهمیت لري له پامه غورځولی دی.

د افغانستان راتلونکې د امریکا په نسبت، پاکستان ته زیات اهمیت لري.

لکه څرنګه چې څرګندیږي، د پاکستان اردو او د استخباراتو اداره د افغانستان په راتلونکې کې د رول درلودلو په خاطر، حتی له امریکا سره په خپلو روابطو قمار وهلو ته تیار دی.

دا دواړه ادارې په افغانستان کې د پاکستان لپاره ملګری حکومت غواړي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼه وايي، چې دا مساله اوسمهال د امریکا او پاکستان د اړیکو لپاره اساسي مشکل دی او د افغانستان د ثبات لپاره خڼډ ګڼل کیږي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، چې پاکستان نه غواړي، چې هند په افغانستان کې د خپلې پښې لپاره ځای ټینګ کړي.

ځکه څولسیزې مخکې هند له بنګله دیش سره لاس یو کړ او بنګله دیش له پاکستان څخه جلا شو.

اوس پاکستان ویره لري، چې له بلوچستان سره د هند نږدې کیدل به د بلوچستان د جلايي غوښتونکو د اطمینان سبب شي او دا به د پاکستان بیا ټوټه کیدو ته لاره برابره کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، سره له دې چې په وروستیو کې د واشنګټن او اسلام اباد روابط کړکیچن دي، خو امریکا باید داهیر نه کړي، چې په افغانستان کې د ثبات ټینګول د پاکستان دوستي ته اړتیا لري.

په سیمه کې د دواړو هیوادونو له لوري د یوه بل پر ضد فعالیتونه به د افغانستان بحران اوږد او ورځ په ورځ به امریکايي ضد احساسات زیات کړی.

دا به و ضعیت هغې مرحلې ته ورسوي ، چې بیا به له هغه څخه وتل اسان کار نه وي.

شپیګل انلاین په وروستۍ ګڼه کې لیکي، چې د جرمني په باور چین باید په افغانستان کې د مرستو په پروګرامونو کې زیاته برخه واخلي.

د دې جرمنيۍ خپرونې په لیکنه ، غربي هیوادونه په دې باور دي، چې روسیه او چین باید د افغانستان د ثبات په ټينګولو کې پراخ رول ولوبوي.

شپیګل انلاین لیکي، چې د جرمني د بهرنیوچارو د وزیر په باور چین او روسیه دواړه د افغانستان د ثبات په ټینګښت کې ګټې لري او دې هدف ته د رسیدو لپاره باید مسولیت قبول کړی.

شپیګل انلاین لیکي: چین د افغانستان د کانونو د استخراج په پروژو کې ملیونونه ډالر سرمایه ګذاري کړې ده ، خو د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه او تعلیم کې هيڅ ډول مسولیت نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG