د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

کارپوهان: ایران د امریکا په وړاندې د افغانانو فکرونه بدلوي


یو شمېر افغان کارپوهان په دې نظر دي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو خبرو یوازنې لامل په ایران د نړېوالې ټولنې فشارونه او بندیزونه دي.

دغه کارپوهان وایي، ایران غواړي په خپلو دې ډول څرګندونو سره د نړېوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکا په وړاندې د افغانانو فکرونه بدل کړي او په دغه هېواد کې په خپله ګټه کار وکړي.

دوه تنه افغان کارپوهان ودیر صافی او عبدالرشید وزیري په دې اړه وایي:

"د ایران هدف ددې ټولو خبرو نه چې تیره ورځ يي په کابل کې وکړې همدا وې چې امریکا سره خپل مخالفت علني کړي او هم دې نورو غړو ته په مجلس کې وښيي چې ایران د امریکا په خلاف دی او امریکا عامل د ټولو بدبختیو په افغانستان کې ګڼي.

ایران تل دا خبره ځکه کوي چې امریکا او اروپا پرې بندیزونه لګولي اوس د هغې غچ په افغانستان کې اخلي."


د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د اسیا زړه په نوم جوړ شوي کانفرانس کې وویل، چې په افغانستان کې د تیرو لسو کلونو بدمرغیو او نامنیو یوازنې لامل د نړېوالې ټولنې په ځآنګړې توګه امریکا موجودیت دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي وویل، هېواد یې د هغه تړون هرکلۍ هم کوي چې له مخې یې په ۲۰۱۴ کال کې نړېوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي:

"له بده مرغه په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت د دې لامل شوې چې دغلته امنیت خرابه شي، ترهګریز فعالیتونه او د نشه یي موادو قاچاق او سوداګرۍ وده وکړي.

د دوي په موجودیت کې د جرمونو او د ملکیانو د عامه وژنې پیښې هم زیاتې شوي دي.

دوي د کلیو او ښارونو ترمنځ اړیکې هم پرې کړي.

نو په همدې دلیل ایران د ناټو او افغانستان ترمنځ د هغه تړون هرکلۍ کوي، چې له مخې یې نړېوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي."


علی اکبر صالحي په ډاګه وویل، که چیرې افغان حکومت له ۲۰۱۴ کال وروسته امریکايي ځواکونو ته پوځي اډې ورکړي نو دا موضوع د ټولو ګاونډیو هېوادونو لپاره د اندیښنې وړ ده.

دا لومړی ځل نه دی چې ایراني چارواکي د افغانستان په اړه له جوړو شوېو غونډو څخه د ځان په ګټه کار اخلي.

له دې وړاندې د ایران ولسمشر محمود احمد نژاد په تاجکستان کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو په پنځمه غونډه کې وویل، چې د ناټو او امریکا موجودیت په افغانستان کې د ناامنۍ یوازني لاملونه دي.

په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهان په افغان حکومت هم انتقادونه کوي، چې د ایران د دا ډول څرګندونو په وړاندې چوپه خوله پاته شوي دي.

دغه کارپوهان وایي، د افغانستان دیپلوماتیکې سرچینې نه باید ایران ته اجازه ورکړي چې داسې خبرې وکړي.

تراوسه معلومه نه ده چې، افغان حکومت ولې د ایراني چارواکو د دغسې خبرو په وړاندې چوپ پاته شوی.
XS
SM
MD
LG