د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

اخوان المسلمین: مصر له خطرناکو ورځو سره مخ دی


په مصر کې د اساسي قانون د سترې محکمې له خوا د نوي پارلمان تر لغوه اعلانیدو وروسته، د اخوان مسلمین ډلې خبر داری ورکړی دی، چې دا هېواد له خطرناکو ورځو سره مخامخ دی.

د مصر د اساسي قانون محکمه د پخواني ولسمشر حسنې مبارک په ملاتړ تشکیل شوې او قاضیان یې د هغه په واکمنۍ کې ټاکل شوي دي.

سترې محکمې د حسنې مبارک د رژیم د صدراعظم احمد شفیق دا حق هم خوندي اعلان کړی دی، چې د جمهوري ریاست لپاره په انتخاباتو کې مبارزې ته دوام ورکړي.

د اخوان المسلمین د کاندید محمد مرسي او احمد شفیق به د شنبې په ورځ د انتخاباتو په دوهمه مرحله کې سیالي وشي.

محمد مرسي پرون په قاهره کې یوه خبري کنفرانس ته وویل:

"موږ به خپلې مبارزې ته دوام ورکړو او په دقت به د انتخاباتو دوهمه مرحله وڅارو.

که چیرې درغلی وشي، نو عواقب یې څرګند دي، یعنې د جنایتکارانو او د هغوی د ملاتړ کونکو په ضد انقلاب، داسې انقلاب چې د جنورۍ د ۲۵ نیټې د پاڅون اهداف ترسره کړي."


محمد مرسي وویل، چې د محکمې وروستۍ پریکړې ټکان ورکونکې او تعجب وړ ده.

پرون په مصر کې د محکمې تر پریکړې وروسته، ګڼ شمېر خلک د تحریر میدان ته راووتل او یو وار بیا یې اعتراضي لاریون یې وکړ .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وايي، چې د مصر کې له حاکمې پوځي شورا تمه لري څو له ډيموکراتیکې انتقالي پروسې سره سم ګام واخلي، هیلري کلنتن پرون وویل:

"په دې پروسه کې د امریکا حکومت د مصریانو د دې هیلې ملاتړ کړی دی، چې په خپل هېواد کې سوله ایز او معتبر ډیموکراتیک انتقال غواړي.

په واضح ډول، دا د مصر په خلکو پورې ارتباط لري، چې خپله راتلونکې وټاکي.

موږ تمه لرو، چې د راتلونکې شنبې په ورځ به د جمهوري ریاست دانتخاباتو دوهمه پړاو به په سوله ایز، ازاد او عادلانه ډول ترسره شي."


هیلري کلنتن وویل، د مصر د خلکو له خوا د ډیموکراتیک انتقال لپاره په رامنځ ته شوې لاره کې په شاتګ نه شي کیدلای.
XS
SM
MD
LG