د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

زیاتره تاجکستانۍ ښځې د ایران د صیغي قربانې کېږي


د تاجکستان په مسجدونو کې هغو مسلو ته پام اړول کېږي چې د خلکو په ورځني ژوند اغیز کوي.

په دې وروستیو کې د تاجکستان په مرکز دوشنبه ښار کې د موقتې ودونو یا نکاح مراسم تر سره کېږي او دا په دې هېواد کې یوه نوي پدیده ده.

د جون په اتمه د جمعې د لمانځه په خطبې کې د دوشنبه د ښار مشهور امام احسان عبدالبصیر سیدوف ښځو ته د صیغې یا موقتې واده خبرداری ورکړ.

دیني عالمان وایي، دا کار په دې وروستیو دوو دریو کلونو کې زیات شوی دی.

امام سیدوف د نورو دیني عالمانو اندیښنې غبرګې کړې او خلکو ته یي وویل، زیات شمېر تاجکستانۍ ښځې د ایران د موقتې ودونو یا صیغې قربانې کېږي.

په ایران کې دې ډول ودونو ته متعه یا صیغه وایي او په شیعه مذهب کې روا بلل کېږي. له دې ډول ودونو مخکې، دواړه اړخونه په یو لړ شرایطو باندې موافقه کوي.

اکثر تاجکستانیان سنیان دي او متعه نه مني.

د تاجکستان د اسلامي نهضت ګوند د کلتورې څانګې مشره زورافو رحمانې وایي، په دې وروستیو کې موږ زیات اورو، چې تاجکستانۍ ښځې له هغو ایرانیانو سره صیغې کوي، چې په دې هېواد کې موقت ژوند کوي، رحمانې وایي:

“صیغه شوېو ښځو ته په اصطلاح له واده وروسته او یا هم د صیغې په جریان کې هیڅ ډول حقوق نه ورکول کېږي.

په ټولو مواردو کې نارینه له تاجکستان څخه ځي او خپلې موقتې ښځې په میدان پریږدي.

تر ټولو دردونکې حالت یي کله ناکله د دې موقتي ودونو په نتیجه کې د اولادونو پیدا کېدل دي”.


دا وایي:

“په تاجکستان کې د خلکو اقتصادي وضعه خرابه ده او زیات شمېر نارینه د کار په مقصد بهر ته تللې دې.

بهرنیان په تاجکستان کې کارکولو ته راځې او له همدې امله د متعه یا صیغې ودونه په تاجکستان کې مخ په زیاتېدو دي.

په دې وروستیو کلونو کې، د دغې پدیدې په زیاتېدو کې اقتصادي او ټولنېزو ستونزو مرسته کړې ده”.


په تاجکستان کې د صیغو یا موقتي ودونو رسمې احصایه نشته، خو د رحمانې په وینا، د دې ډول ودونو شمېر سلګونو ته رسیږي.

په دوشنبه کې د ایران سفارت ازادۍ راډیو ته ویلي، دوي ته تر اوسه د تاجکستانیانو له خوا له ایرانې اتباعو سره د موقتې ودونو یا متعه په اړه کوم شکایت ندی رسیدلی.

د تاجکستان دیني عالمان او ملایان متعه یا صیغه غیر اسلامي او د تاجکستان د خلکو د عقایدو او رواجونو خلاف عمل بولي، د دوشنبه امام احسان عبدالبصیر سیدوف وایي:

“ صیغه د فحشا قانونې کول دی او د دین پر اساس د ازدواج یا واده په توګه باید ونه پیژندل شي او موږ یي ګناه بولو”.

یوه تاجکستانۍ ښځه چې خپل نوم یي مایا ښودلی او په ارایشګاه کې کار کوي، وایي:

“له یوه ایرانې سوداګر سره اشنا شوم او هغه راته د واده وړاندیز وکړ. "

دا وایي، دا د دې لپاره د تعجب او حیرانتیا خبره وه، خو دا وړاندیز یي ومانه.

مایا وایي، د دغه دینې واده مراسم د زوم د یوه ملګرې او دوو شاهدانو په حضور کې تر سره شول. هغه راته د لنډې مودې یا موقتې واده خبره وکړه، خو زه پرې سمه پوهه نشوم.

شپږ میاشتې وروسته ایرانی سوداګر لاړ، زه او زما ماشومه لور یي په میدان پریښودلو. هیڅ ډول مادې او اخلاقې ملاتړ مو نه کوي.

د دې ډول پیښو د مخنیوي په مقصد، د تاجکستان ملایان خلکو ته تبلیغ کوي، چې د ایران د شیعه مسلمانانو د صیغې یا موقتې ودونو په دام کې باید ځانونه ښکېل نه کړې او ودونه باید په رسمې ډول ثبت او راجستر کړي.

دوي وایي، په دې کار سره به ښځې د واده او یا طلاق په صورت کې له ټولو حقونو څخه برخه منې وې.
XS
SM
MD
LG