د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د توکیو کانفرانس مهم دی


توکیو کانفرانس ته د تیاریو په لړکې نن په کابل کې د دویم ځل لپاره د اویا هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازیو غونډه وکړه.
توکیو کانفرانس ته د تیاریو په لړکې نن په کابل کې د دویم ځل لپاره د اویا هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازیو غونډه وکړه.
په داسې حال کې چې د توکیو کانفرانس ته شااوخوا شل ورځې پاته دي، افغان چاروکي وایي، چې په دغه کانفرانس کې به له نړېوالې ټولنې څخه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د کال پنځه میلیارده ډالره وغواړي.

د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال د جمعې په ورځ په کابل کې د هېواد د اقتصادي او پرمختیایي ودې لپاره د توکیو کانفرانس مهم وباله او وې ویل، چې نړېواله ټولنه به په دې کانفرانس کې خپلې مرستې مشخصې کړي.

حضرت عمر زاخیلوال دغه څرګندونې توکیو کانفرانس ته د چمتوالي په دویمه لویه غونډه کې وکړې، چې په کابل کې د اویا هېوادونو او نړېوالو سازمانونو د استازیو ترمنځ جوړه شوې وه:

"توکیو کانفرانس ته د چمتوالي لپاره افغان حکومت خپل نظرونه په یوه سند کې ځای کړي دي، دغه نظرونه د اوږد مهالې پراختیا په برخه کې دي.

نن موږ په همدې سند خبرې کوو او دا به هم معلومه کړو چې افغانستان له توکیو کانفرانس څخه څه غوښتنه لري.

ددې هدف دا دی چې موږ به له توکیو کانفرانس څخه مخکې له خپلو نړېوالو ملګرو سره یو متحد نظر ولرو.

دلته به په هغو سندونو هم خبرې وشي چې په توکیو کانفرانس کې تصویبیږي."


دوه میاشتې وړاندې هم توکیو کانفرانس ته د چمتوالي ورته غونډه په کابل کې جوړه شوې وه.

ټاکل شوې د توکیو کانفرانس د جاپان په کوربه توب د راتلونکې میلادي میاشتې په اتمه نیټه د جاپان په مرکز توکیو کې جوړ شي.

په دغه کانفرانس کې به له ۲۰۱۵ میلادي کال وروسته د افغانستان په اقتصادي او پراختیایي پروګرامونو خبرې کیږي او نړېواله ټولنه به په دې برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې اعلانوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جاپان ځانګړی استازی تادامیچي یاماماتو وایي، توکیو کانفرانس به افغانانو او د افغان حکومت مخالفینو ته دا پیغام ورکړی چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته به په افغانستان کې کومه خلا رامنځ ته نه شي:

"دا مهمه ده چې موږ له توکیو څخه افغانانو، وسله والو طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو ته یو پیغام ورکوو.

هغه دا چې موږ ټول په ګډه د یوه پیاوړي، پرمختللی ،نیکمرغه او خوندي افغانستان لپاره کار کوو.

د نړېوالو ځواکونو له وتو وروسته به دلته کومه خلا رامنځ ته نه شي، نړېواله ټولنه به له دوي سره وي او سل په سله کې به د دوي ملاتړ کوي."


د مالیې وزارت چارواکي وایي، چې توکیو کانفرانس ته به د چمتوالي بله غونډه د راتلونکی جولای میاشتې په شپږمه نیته په جاپان کې جوړه شي.

توکیو کانفرانس ته د چمتوالي پرله پسې غونډې په داسې حال کې جوړیږي، چې له دې وړاندې په افغان حکومت دا انتقادونه زیات وو، چې نړېوالو کانفرانسونو ته له بشپړ چمتوالي سره نه ځي.

دا چې افغان حکومت به څومره وکولای شي په توکیو کانفرانس کې په اقتصادي او پراختیایي چارو کې د نړېوالې ټولنې مرستې راجلب کړي اوس یې اټکل ګران دی.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG