د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

د اسیا د زړه هېوادونو کنفرانس یوه بریا وبلل شوه


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د اسیا د زړه هېوادونو کنفرانس بریالی وباله او ویې ویل، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ یي د لا ډيرې همکارۍ او اعتماد د اهمیت څرګندويي وکړه.

ډاکتر زلمي رسول وویل، چې دغه کنفرانس د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اعتماد جوړونې او همکارۍ یو نوی ګام دی.

هغه چې د کنفرانس له پای ته رسیدو وروسته یې له خپل ترکي سیال احمد داود اغلو سره په ګډ خبري کنفرانس کې وینا کوله په دې اړه وویل:

"د دې کنفرانس په نتیجه کې د اسیا د زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او جګپوړو چارواکو او د سیمه یېزو او نړېوالو سازمانونو پلاويو د اعتماد او همکارۍ د پیاوړي کیدو لپاره یو بل ګام پورته کړ.

د نوي لید پر اساس دغه نوی ګام تیر کال د استانبول د کنفرانس راهیسې د پیل شویو سیمه یېزو همکاریو په لړ کې اخیستل کیږي."


ښاغلي زلمي رسول وویل، چې په کنفرانس کې د اسیا د زړه هېوادونو ترمنځ د اعتماد جوړونې په اوو برخو کې په مشخصو تدابیرو موافقه وشوه.

د کنفرانس له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې دغه اوه برخې له طبعي پیښو، ترهګرۍ او مخدره موادو سره مبارزې ، د سوداګرۍ د خونو ترمنځ همکاري او د سوداګرۍ، سیمه یېزو زیربناو او پوهنې په برخو کې همکارۍ جوړوي.

دغه اعلامیه شپږ دیرش مادې لري چې له افغانستان سره او د سیمې د هیوادونو ترمنځ په بیلابیلو برخو کې په همکاریو پکې ټینګار شوی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو وویل چې په یاد کنفرانس کې شوي تعهدات به د کاغذ پرمخ نه پاتې کیږي بلکې د عملي کیدو لپار به یې هم پرله پسې اقدامات کیږي:

"دا یوازې یوه مبهمه ژمنه نه ده، بلکې دا یوه روښانه ژمنه ده چې د کنفرانس له خوا وشوه.

دا به د نورو ټولو هیوادونو له خوا له نږدې په کابل کې زمونږ له سفاتونو سره په همغږۍ تعقیب کیږي.

همدا راز هر کال به ددغو ټولو مسایلو او تعهداتو د عملي کیدو لپاره هر کال دوه ځلې غونډې کیږي."


ټاکل شوې د اسیا د زړه د سیمې د هیوادونو د وزیرانو راتلونکې غونډه راتلونکی میلادي کال په قزاقستان کې جوړه شي.

دافغانستان، شپږ ګاونډي هیوادونه یې، روسیې، سعودي عربستان، ترکیې او د متحده عربي اماراتو په ګډون پنځلس هیوادونه پکې شامل دي.

د اسیا د زړه هیوادونو ترمنځ د اعتماد جوړنې په هدف د غونډو دغه لړۍ تیر کال د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شوه چې د امریکا متحده ایالات، بریتانیا او یو شمیر اروپايي هیوادونو ترینه ملاتړ کوي.
XS
SM
MD
LG