د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

فرشته یو بله میرمن د خپل میړه د تاوتریخوالي ښکار شوه


ځوانه فرشته
ځوانه فرشته
که څه هم تر اوسه پورې په فرشتې د شوي تاوتریخوالي اصلي علت نه دې څرګند، خو دا خپل خاوند ته، چې پر دې یي د چړو ګزارونه کړي، له دولت نه د سختې سزا غوښتونکې ده.

اته ویشت کلنه فرشته، چې پنځه ماشومان لري، اوس مهال د کابل په ابن سنا روغتون کې د خپلو ټپونو د درملنې لپاره بستر ده، خو روغتیایي حالت یي دومره خراب دې، چې سمې خبرې نشي کولای.

دا وایي، چې د تیرې جمعې په ورځ په پخلنځي کې په کار بوخته وه چې خاوند یې په چاړه ووهله:

"په هغه ورځ، ناسته وم ماشومانو ته مې پیرکي پخول، نو ما خاوند ته وویل، چې راشه پیرکي وخوره، ما فکر وکړ چې هغه مې شاته ناست دی یو دم یې له شانه هغه چاړه چې خلک غواګانې پرې حلالوي زما په لاس کې بنده کړه.

بیا یې په چاړه په اوږه ووهلم، لاس مې اوږه مې ټوټه ټوټه دي، په ګرده کې یې هم ووهلم.

په حویلې کې مې منډه کړه یو وخت مې پام شو چې ټول یخې اوبه راباندې اچوي.

دومره وینه مې ضایع کړه، چې کاکا خسر مې چیغه کړه او ویل یې ښځه له منځه لاړه بیا یې روغتون ته راوستم"


له فرشتې سره نه یواځې د خپل خاوند بلکې د هغه د کورنۍ له خوا هم تاوتریخوالی کیدلو.

د دې په وینا خاوند یي وروسته له هغې، چې پر دې د چاړه ګزارونه وکړل، امنیتي ځواکونو ونیو.

د هغې خور چې له هغې سره روغتون ته راغلې وه ازادې راډیو سره په مرکه کې وویل، چې له کومې ورځې یې خور واده شوې نو ښه ورځ یې نه ده لیدلې.

هغه وایي، چې خور یې ورور ته بدل کړې نو ځکه یې تل خاوند او د خاوند کورنې له هغې سره تاوتریخوالی کوي:

"فرشته مو په بدل کې واده کړې، د هغې بدل چې زموږ وریندار کیږي په کور کې له ټولو سره ډیره بده رویه کوي، له ورور سره مې هیڅ خوشاله نه ده.

د فرشتې لومړی ماشوم د درې میاشتو وو، چې سره زر یې ورنه پټ کړل او بیا یې ورته ویل چې هغه ستا خور پټ کړي دي.

خاوند یې زه هم ووهلم او زما ورور یې هم وواهه. همدې وریندار مې د خور یو ماشوم هم په زور ورنه اخیستی.

د شنبې په ورځ مې د بلې خور په کور کې وم چې زنګ راغی ویل یې راشه چې فرشته یې په چاقو وهلې او په روغتون کې ده.

دلته چې راغلم نو دا ټوټه ټوټه وه، اوس خو یې حالت ښه شوی دی."


په افغانستان کې د بدل ورکولو دود له کلونو کلونو راهیسې رواج دی، چې یوه انجلې خپل ورور او کله کله پلار یا تره ته هم په بدل کې ورکول کیږي، چې له یو څه مودې وروسته بیا هغه انجلی له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ کیږي.

فرشتې په ډير مات زړه او نا امیدې وویل، چې خاوند یې غل او معتاد دی نو ځکه دا له خپلو ماشومانو سره په شپو شپو وږې ویده وي.

په داسې حال کې چې په سترګو کې یې اوښکې لیدل کیدې ویل یې چې د داسې یوې ورځې په هیله ده چې په هغې کې درد، غم او لوږه نه وي:

"د واده مې دولس کاله شول خو ما هیڅ د خوښۍ ورځ ونه لیده، نس مې تل وږی وي.

دوه ورځې مخکې مې خاوند زوی را ته په لغته وواهه په ځمکه ولوید دوه شپې او دوه ورځې ګنګس پروت وو.

که به غرمه یو مړی شی پیدا شو نو بیګا به وږي ویده کیدو بس تیروله مو.

یوه ورځ مې د خور پوښتنې ته لاړم کله چې د هغې له کور نه بیرته راغلم کوڅې ته یې بوتلم جارو یې په مردارو اوبو کې ښکته کړه او زه یې په مخ ورباندې ووهلم، بیا یې کورته دننه کړم ماشوم مې هم په نس وو، خواښې، اندرور مې خاوند مې ښه ووهلم ، بیا یې راته وویل چې ماشوم دې ضایع کړه خو ما ورته وویل چې نه دا کار ګناه لري.

ماشومانو ته به ویل چې ورشې مور مو ووهی."


د بشر د حقونو خپلواک کمیسون په وینا د روان کال په لومړیو دوه میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي په برخه کې څه باندې نهه سوه قضیې له دوی سره ثبت دي چې په هغو کې یې شپاړس د وژنې پیښې دي.

چې د دوی په وینا دا د مخکې کلونو په پرتله له ښځو سره د تاوتریخوالي ډیروالی ښيي.

خو دا یواځې فرشته نه ده چې له دا ډول پیښې سره مخامخ شوې بلکې تر دې مخکې هم له ښځو سره دا ډول تاوتریخوالي شوي.

سحرګل، ګلناز، عایشه، ګل سکه، نګینه او ځینې نورې هغه ښځې دي چې د خسر کورنې له خوا ورسره تاوتریخوالی شوی.

جمیله ظریف،کابل
XS
SM
MD
LG