د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

په کابل کې د راک موسیقۍ کنسرت


په کابل کې د راک موسیقۍ کنسرت
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

تیر کال د راک موسیقي لومړنی فستیوال د کنسرتونو او سیمینارو په جوړولو سره جوړ شو. دا د موسیقۍ په برخه کې لومړنی جشنواره وه، چې وروسته له ۱۹۷۵ میلادي کاله په افغانستان کې له ټولو ستونزو سره سره جوړه شوې وه. په دې فستیوال کې چې د یوې میاشتې لپاره وو، د موسیقي لسګونه ډلې له پاکستان، ایران او منځنې اسیا نه ګډون کړی وو. دا دی د یو کال په تیریدو سره ورو ورو د راک موسیقي د افغانستان په هنرونو کې ځان ته ځای پیدا کړ. سره له دې چې لا هم یو شمېر افغانان د راک له موسیقي سره بلد نه دي، خو بیا هم سږ کال د دې موسیقي کنسرت په کابل کې جوړ شو او ډیر شمېر افغانانو په خاصه توګه ځوانانو یې هرکلۍ وکړ.

XS
SM
MD
LG