د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۶

میرانشا کې بې پیلوټه امریکايي الوتکو یو وار بیا پر سخت دریزو برید کړی


بې پيلوټه امریکايي الوتکو د پاکستان په جنوب لویدیزه قبائلي سیمو کې یوارې بیا پرسخت دریزو وسله والو برید کړی او څو تنه يې وژلي دي.

په دې حمله کې، چې د چهارشنبې پر مازیګر د شمالي وزیرستان په اړوندو کې وشوه د وسله والو د مرګ ژوبلې په باب بیلابیلې ادعاوې کیږي.

د استخباراتي سرچینو د معلوماتو له مخې دغو الوتکو د مازیګر پر شاوخوا شپږو بجو د شمالي وزیرستان د مرکز میرانشاه په ایشا یا اوښه موړونو نومي سیمې کې پر یوه موټر دوه توغندي وتوغول چې په ترڅ کې يې دوه تنه سخت دریزي وسله وال ووژل شول.

دغه سرچینه ادعا کوي، چې وژل شوي دواړه ځايي طالبان وو، خو د بشپړ هوئیت په باب يې بې خبري وښوده.

په عین حال کې یوه بله ځايي دولتي سرچینه بیا د وژل شوېو اصل شمېر څلور تنه ښيي.

دغه سرچینه ادعا کوي، چې د بې پيلوټه الوتکې له لوري په نښه شوي موټر کې څلور تنه سخت دریزي وسله وال سپاره و، خو په خبره يې دا لا نده څرګنده چې په کومې ډلې سره يې تړاو درلود.

پر وزیرستانونو د بې پيلوټه الوتکو بریدونو په دې وروستیو کې یوارې بیا زور اخیستی دی.

دا بریدونه په داسې حال کې زیات شوي، چې پاکستان له متحدو ایالاتو سره د پوځي او استخباراتي همکارۍ د بیرته پيلولو په لړ کې د دغو حملو د سمدستي بندیدو غوښتنه کړې.

د پاکستان پوځي و ملکي مقامات د بې پيلوټه الوتکو بریدونه پر خپله ځمکنۍ بشپړتیا تیری بولي، خو متحد ایالات بیا دغه بریدونه د ترهګرۍ ضد جګړې د لړۍ یوه کړۍ بولي.

سره له دې چې پاکستان په وزیرستانونو کې د القاعده، پاکستاني طالبانو او نورو سخت دریزو وسله والو ډلو موجودیت او فعالیت مني خو بیا هم د هغو پرضد د دې حملو د بندولو غوښتنه کوي.

د پاکستان دلیل دا دی، چې په دې حملو کې تر ډیره ولسي خلک په نښه کیږي او د هغوي پر ژوند يې بدې اغیزې کړي دي.

د پاکستان او متحدو ایالاتو ترمنځ اړیکې چې پخوا يې هم چندیانې مزه نه وه له تیر یو کال راهیسې تر ډيره په ټپه دریدلې دي.

پاکستان له متحدو ایالاتو سره د دوه اړخیزو پوځي او استخباراتي همکاریو د بیرته پيلولو لپاره د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو بندیدو په ګډون یو لړ شرطونه وړاندې کړي او ټینګار کوي، چې ترهغې به دغه لړۍ همداسې دریدلې وي، تر څو چې يې غوښتنې نه وي منل شوي.

خو متحد ایالات چې له وړاندې يې د پاکستان پر نیت شک درلود تر اوسه د دې هېواد شرطونو منلو ته نه دی حاضر.

که څه هم پاکستان په کلکه له امريکانه د بې پيلوټه الوتکو بریدونو د بندیدو غوښتنه تکراروي، خو ډیری پاکستاني کارپوهان په دې باور دي، چې د اسلام اباد واکمن په پټه د دې بریدونو د دوام غوښتونکي دي خو د سخت دریزو وسله والو د بریدونو له ویرې په ښکاره د دغو حملو د بندیدو نارې وهي.
XS
SM
MD
LG