پاکستان وروسته له هغې چې په تیر نومبر کې د ناټو په بمبارۍ کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول، د ناټو د اکمالاتو لاره وتړله.
د پاکستان د کراچۍ له بندرڅخه د پاکستان په خاوره کې افغانستان ته د اکمالاتو د رسولو دا لاره د ناټو لپاره په تیرو لسو کلونو کې حیاتي لاره وه، او اوس چې ناټو تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې د افغانستان څخه خپل ځواکونه او پوځي وسایل وباسي نو د وتلو لپاره هم ورته دا لاره مهمه ده.
خو اوس د دې لارې د بیا پرانیستلو پر سر د پاکستان او امریکا ترمنځ خبرو اترو تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې.
د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي دي، چې د دې لارې د پرانیستو پر سر خبرې ځکه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلې چې پاکستان د هغو پیسو د زیاتیدوغوښتنه کوي چې د ناټو له اکمالاتو یې د مالیې تعرفو په توګه اخلي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر دا رد کړې. نوموړې وايي دا مهال پاکستان د پیسو د لوړولو پر سر کوم بحث نه لري.
نو دا اوازې بیشکه چې ناسمې او غلطې دي او باید زر تر زره یوې خواته شي.
حنا رباني کهر خبریالانو ته وویل، امریکايي لورې ډیر ښه پوهیږي چې د لارې د خلاصیدو لپاره څه ضرور او څه کول پکار دي څو موږ دې خوا ته ولاړ شو او موږ وکولای شو د ( د لارې د پرانیستو ) پریکړه وکړو.
نوموړې په دې اړه جزییات ورنه کړل.
له بلې خوا د ناټو عمومي منشي اندریس فوغ راسموسن د چارشنبې په ورځ په اسټرالیا کې د خبرو پر مهال وویل، له اوږدې مودې راهېسې یې خبرې روانې دي، خو تر اوسه د لارې د پرانیستلو پر سر کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي.
راسموسن زیاته کړه سره له دې چې دوی د افغانستان د شمالي ګاونډیانو سره د لارې پر سر موافقې ته رسیدلي خو ناټو لا هم هیله لري چې د پاکستان لاره به پرانیستل شي:
"موږ هر څومره انتخابونه چې ممکن وي غواړو یې، په افغانستان کې د یو ډیر پراخه ماموریت لمن راټولو د لوژیستکې پلوه ډیر ستونزمن کار دی.
نو د دې لپاره موږ د ترانزیټ هر څومره لارې چې ممکنې وي ورته اړتیا لرو."
د ناټو عمومي منشي د دې لارې د پرانیستلو هیله په داسې حال کې څرګندوي چې، د دوشنبې په ورځ امریکايي چارواکو وویل پرته له دې چې د شپږو اونیو په خبرو اترو کې د پاکستان سره د ترانزیتي لارې پر سره کوم توافق ته ورسیږي دوي له دې هېواد څخه خپل مذاکره چیان وباسي.