د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۶

"د اداري فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن یو"


په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د خپلې واکمنی پاتې دوه کلونه، د ښې حکومتدارۍ رامنځته کېدو او د فساد پر ضد مبارزې ته ځانګړي کړي، د ده مرستیال هم تاکېد کوي چې د اداري فساد د مبارزې پراختیا ته به له ټولو امکاناتو کار واخلي.

د ولسمشر لومړي مرستیال مارشال قسیم فهیم دا خبرې د چهارشنبې په ورځ د پلټنې د عالي ادارې د نوي ودانۍ د پرانیستو پرمهال وکړي.

ده دا هم وویل، په هېواد د پنځوس فیصده ناامنیو سبب، د ځینومجاهدینو او پخوانیو قوماندانانو بې پروایي ده:

«د نړۍ د کار او ادارې کړن لاره پرمخ تلې، هڅه کوو ورو ورو د هغو سطحې ته ورسیږو، خو ستونزه دا ده چې مثلا زه په حکومت کې د مجاهدینو استازی یم، پخواني مجاهدین او قوماندانان سره له دې سپین ږیري او دکارتوان نه لري، د څوکېو تمه کوي او که نو خفه کېږي.

حال دا چې نن سبا د کار شرایط بدل شوي او د حکومت ځولۍ هم تنګه ده.

په هېواد کې د پنځوس فیصده ناامنیو سبب، همدا د پخوانیو جهادي قوماندانانو او ځینو مجاهدینو بې پروایي ده، چې د حالاتو پر وړاندې یي کوي.»

مارشال فهیم دا خبرې د جمهورريیس کرزي د ورته څرګندونو، یوه ورځ وروسته وکړې.

تیره ورځ ښاغلي کرزي په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، چې دی به د خپلې واکمنۍ په پاتو دوو کلونو کې د ښې حکومتدارۍ رامنځته کېدو او د فساد پرضد د مبارزې په لار کې زیاتې هڅې وکړي.

مارشال فهیم د هېواد د روانو حالاتو پر وړاندې د مجاهدینو او پخوانیو قوماندانانو په بې پروایي په داسې حال کې انتقاد کوي چې ولسمشر کرزی هم دا مني چې په تیرو لسو کلونو کې په حکومتدارۍ کې له مصلحتونو کار اخیستل شوی دی.

د چارو پوهان وایي، کوم حکومت په اداري فساد ککړ وي، نه شي کولای چې دا مبارزه په رښتیني توګه پرمخ بیایي.

اجمل هوډمن وایي:

«له تیرو لسو کلونو راهیسي د اداري فساد پرضد د حکومت له خوا د مبارزې خبرې اورو، خو په عمل کې مو هیڅ ونه لیدل، د حکومت جوړښت موږ ته دا پیغام راکوي چې حکومت دا کار نه شي کولای، حکومت څنګه کولای شي، د ځان پر ضد مبارزه وکړي.»

د اداري فساد پرضد د مبارزې خبرې اوس مهال تودې شوي دي، خو خلک وایي، په تیرو لسو کلونو کې افغان حکومت سره د میلیاردونو ډالرو مرسته وشوه، خو ولیدل شول چې د دې مرستو زیاته برخه شخصي جیبونو ته ولوېده.

دې مسئلې د افغان حکومت او خلکو او همدارنګه د حکومت او نړېوالې ټولنې ترمنځ فاصله رامنځته کړې ده.

خلک دا هم وایي، د افغانستان لپاره د توکېو کنفرانس ته لږې ورځې پاتې دي او حکومت غواړي په تشو ژمنو، دې کنفرانس ته لاسته راوړنې وښي.

راپور: خان محمد سیند


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG