د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

پاکستان باید د ناټو د اکمالاتي لارې په اړه له غوصې تیر شي


یوه امریکایي چارواکې د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویترز اژانس ته وویل، چې که د اسلام اباد ملکي حکومت له ذغمه کار واخلي او له امریکا سره د یوه اساس د ایښودو لپاره سیاسي پریکړه وکړي، د ترانزیتي لارې بیرته پرانستل به د هغې منفي فضا د له منځه وړلو لپاره یو مهم ګام وي چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې رامنځ ته شوې ده.

دی چارواکي زیاته کړه، دا ګام به په دی مانا نه وي چې ګواکې د دواړو هېوادونو اړیکې به سمدستی ښې شي خو هغه به یو مهم پیل وي.

پاکستان وروسته تردی چې پر پوځو پوستو یي د تیرې نومبر په میاشت کې
ناتو بمباري وکړه او ۲۴ عسکر یي ووژل شول، دغه ترانزیتي لاره د ناتو د اکمالاتي کتارونو پرمخ بنده کړه.

که څه هم امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځ ته شوي واټن د لنډیدو لپاره له دې هېواده د موثرو اقداماتو غوښتونکې ده، خو د دغه امریکایي چارواکې په وینا د ترانزیتي لارې بیرته پرانیستل تر یوه حده کولای شي ویجاړی شوې اړیکې بیرته ترمیم کړي.

هغه وایي، دغه دواړه ستراتیژیک متحدین له دی زیات لیري والی نشي ذغملی.

دې امریکایي چارواکې دغه راز ویلی چې دواړه هیوادونه ګډې اوږدمهاله ګټی لري چې پراساس یی باید ګامونه واخلي لکه اټومي مسایل، د تروریزم په وړاندې مبارزه او په افغانستان کې سوله چې د یوې باثباته او امن لرونکې سیمې لپاره ضروري دي.

پاکستان له امریکا غوښتي چې د وژل شویو عسکرو پخاطردې بخښنه وغواړيی خو امریکا له دی ډډه کړې چې د پاکستان دغه غوښتنه پوره کړي.

د رویترز په وینا د پاکستان له خوا په افغانستان کې د ناتو او مریکایي ځواکونو پرمخ د اکمالاتو د لارې له بندولو وروسته ناتو هڅې پیل کړي چې د مرکزي اسیا له لاری نوری متبادلې لارې ولټوی چې د افغانستان له شمال سره نښلي. خو له دغو لارو څخه ګټه اخیستل د پاکستان د ترانزیتې لارې په نسبت څوبرابره ګران تمامیږي.

خو له دې سره سره هغه امریکایي هیت چې له پاکستاني چارواکو سره د ترانزیتي لارې د بیرته پرانستلو پرمسلې د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی و، بیرته وطن ته ستون شو.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیتا ویلي چې په پاکستان کې د سخت دریځو وسله والو د اډو اوله هغه ځایه پرافغانستان د حملو په خاطر نور د متحدو ایالتونو صبر او حوصله پای ته رسیدلې.

خو پاکستان دغه ادعاوې چې ګواکې دا هیواد له افغان وسله والو ډلو غواړي په افغانستان کې د سولې په ټینګیدو اوله دې هیواده د ناتو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د خپل نفوذ د ټینګیدو لپاره کارواخلي، ردوي.
XS
SM
MD
LG