د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

″حاجي باغچو د نړې پنځه سلنه نشه توکي قاچاق کول″


یو افغان چې حاجي باغچو نومیږي نن د امریکا په یوې محکمه کې د مخدره موادو په تور محاکمه کیږي. ډیلي ټلې ګراف ورځپاڼي د نوموړي د فعالیتونو په اړه چې په افغانستان او سیمه کې د مخدره موادو یو لوی قاچاق وړونکې ګڼل کیږي راپور لیکلی دی.

د مقالي لیکونکی ″بن فارمر″ په کابل کې د څارنوالانو له قوله ليکي چې، حاجي باغچو په یوه زمانه کې لږ تر لږه د نړۍ پنځه فیصده مخدره موادو قاچاق کاو. ویل کیږي، چې نوموړي له شلو څخه زیاتو هیوادونو ته د هیرویینو د بستو په لیږلو کې لاس درلود.

حاجي باغچو ۶۰ کلن دی او د ننګرهار اوسیدونکی دی. هغه دوې میرمنې او ۱۳ او لادونه لري.


د ډیلي ټيلي ګراف د راپور پر اساس، حاجي باغچو په یوه کال کې د ۱۲۵ ټنو په شاوخوا کې مخدره مواد چې په ملیونونو ډالره کیږي بهرنیو هیوادونو ته قاچاق کړي دي.

ویل کیږي چې، حاجي باغچو د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو چې په افغانستان کې د ناټو په مشري د نړیوالو قواوو پر ضد جنګیږي ملاتړ کاو. باغچو د مخدره موادو له لارې پيسې ګټلې او وسلې یې رانیولې.

د حاجي باغچو نیول د هغو نړیوالو موسسو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کیږي، چې هڅه کوي د مخدره موادو د قاچاق لويې شبکې له منځه یوسي.

حاجي باغچو د مخدره موادو د قاچاق له کارو بار څخه وړاندې د پاکستان په سرحدي سیمه کې د مخدره موادو لپاره څو لابراتوارونه درلودل.

د حاجي باغچو کشر ورور ″ښادي ګل″ د ډیلي ټيلګراف ورځپاڼې ته ویلي دي چې، د دوی کورونۍ له ډيرو کلنو راهیسې د مخدره مواودو قاچاق کاوو او څو کاله وړاندې یې د غني خیلو له بازار څخه د مخدره موادو تجارت پيل کړ.

ښادي ګل دا ادعا ردوي چې د قاچاق په پيسو یې له طالبانو سره مالی مرسته کوله.

ښادي ګل ډیلي ټیلګراف ورځپاڼي ته ویلي دي: “موږ له دریو کلنو راپه دې خوا ″حاجي باغچو″ نه دی لیدلی، موږ له هغه سره یوازې د ټلیفوني خبرو او مکتوبي اړیکې لرو.

حاجي باغچو قاچاقبر و، دایو حقیقت دی. په دغه سیمه کې موږ ټول قاچاق کوو، اما دا چې ښورښیانو ته مو پيسې ورکړي دي، دا خبره ردو.”

د ښادي ګل په وینا افغانستان خپل قضايي او عدلي سیسټم لري، لازمه ده، چې حاجي باغچو په خپل هیواد کې محاکمه شي.

ډيلي ټيلګراف لیکي، د حاجي باغچو پر خلاف تورونه د امریکا د مخدره موادو ضد مبارزې ادارې له خوا د پنځه کلن تحقیقاتو پر اساس لګول شوي دي.

دغه څيړنې تر یو حده، له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د مخدره موادو د قاچاق پراخوالی ښيي. افغانستان لږترلږه دنړۍ ۹۰ فیصده مخدره مواد صادروي.

د امریکا د مخدره موادو ضد ادارې او د افغانستان مخفي پولیسو په ګډه د حاجي باغچو د مخدره موادو د کارو بار ځیني معاملې ثبت کړي دي. دغو مامورینو د خپلو تحقیقاتو د بشپړه کیدو لپاره حاجي باغچو بې خبره ساتلی و.

په دې جریان کې حاجي باغچو د افغانستان پر مخفي پولیسو او امریکايی مامورینو څو کیلو ګرام هیرویین پلورلي وو، چې امریکا ته یې یوسي.

دغو سرو تحقیقاتو وښودله، چې حاجي باغچو د سرحدي پولیسو یو قومندان ته یو ″سپین چِک″ ورکړی و، چې د افغانستان له لوري د مخدره موادو ضد مبارزې د عملیاتو په اړه معلومات ورکړي.

همداشان تحقیقات ښيي، چې حاجي باغچو د مخدره موادو د انتقال په برخه کې د سرحدي پولیسو د مرستي غوښتنه کړې وه.

د ډیلي تيلیګراف د راپور پر اساس، د حاجي باغچو د فعالیتونو په اړه تحقیقات ښيي، چې نوموړي په ننګرهار کې لږترلږه د طالبانو دریو قومندانانو ته په دوامداره توګه پیسې او غذایي مواد لیږلي دي.

مولوي کبیر د وسله والو طالبانو له هغو جګپوړو مقاماتو څخه یو دی چې د حاجي باغچو څخه یې پیسې او وسلې لاس ته راوړي دي.

حاجي باغچو درې کاله وړاندې په پاکستان کې ونیول شو. هغه د یوې لنډې مودې لپاره له افغان مقاماتو سره بندي و، وروسته د تحقیقاتو لپاره امریکا ته ولیږل شو.

نوموړی پروسږ کال په پسرلي کې د امریکا پر ضد دسیسې، امریکا ته دمخدره موادو دلیږلو، د مخدره موادو د کارو بار، او نورو تروریستي فعالیتونو په تور محکوم شو.

ټاکل شوې ده، چې محکمه به د سه شنبې په ورځ د حاجي باغچو په اړه خپله وروستۍ فیصله اعلان کړي.

د ډیلي ټیلي ګراف په وینا حاجي باغچو د شلو کالو په حبس محکوم کیدای شي.

د حاجي باغچو مشر زوی ″سچه ګل″ ۶ میاشتې وړاندې د ناټو قواوو، په شپني عملیاتو کې ونیول شو.

ویل کیږي، چې نوموړی د بګرام زندان ته انتقال شوی دی.

ډیلي ټیلګراف لیکي، ټاکل شوې ده، چې د افغانستان ګڼشمیر لوی قاچاق وړنکې به د متحده ایلاتو په محکمو کې محاکمه شي.
XS
SM
MD
LG