د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

په اداري فساد کې ښکېل دوه تابعیته مجرمین بهرته تښتي


د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري.
د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري.
لویه څارنوالۍ وایي، یوشمېر دولتي چارواکي، چې د اداري فساد له امله د محاکمو له خوا مجرم پیژندل شوي؛ هغو بهرنیو هیوادونو ته تښتیدلي، چې دوهم تابعیت یې لري.

د دې ادارې چارواکي څرګندوي، چې د اداري فساد پرضد د مبارزې په برخه کې دا یوه لویه ستونزه ده؛ چې د دوی مخ یې ډپ کړی دی.

د یوشمېر هغو دولتي چارواکو دوهم تابعیت لرل، پرهغوی د محکمې د حکم د عملي کېدو پر وړاندې خنډ جوړ کړی؛ چې په اداري فساد مجرم بلل شوي.

لویه څارنوالۍ وایي، چې کابو شل تنه داسې دولتي چارواکي شته چې د اختلاس او اداري فساد له امله د درې ګونو محاکمو له خوا په کلونو بند محکوم شوي خو دا مهال د دویم تابعیت د لرلو له امله له دې هیواد څخه بهر ژوند کوي.

د دې ادارې مرستیال رحمت الله نظري آزادي راډیو ته وویل؛ چې د حج او اوقافو او ټرانسپورټ پخواني وزیران صدیق چکري او حمید الله قادري، د افغانستان بانک او آریانا افغان هوایي شرکت پخواني رییسان عبدالقدیر فطرت او نادر آتش، په کاناډا کې د افغانستان جنرال قونسل وحیدالله منور او د بادغیس پخوانی والي اشرف ناصري له دې چارواکوڅخه دي:

"د ټولو په هکله لازم او په وخت اجرات شوي؛ حتی د محاکمو حکمونه را وتلي دي.

زموږ ستونزه له هغو کسانو سره ده، چې دوه تابعیته لري، کله چې دوی په افغانستان کې جرم وکړي له خپل دویم تابعیت څخه ګټه اخلي او تښتي.

که چیرې مونږ له هغه هیواد سره چې دی یې دویم تابعیت لري د مجرمینو د بېرته را ګرځولو تړون ولرو خو بیرته به یې را وګرځوي او که یې ونلرو نو بیرته یې نه را لیږي".


د ښاغلي نظري په خبره افغانستان دا مهال یوازې له ایران، تاجکستان، عربي متحده اماراتو او روسیې سره د مجرمینو د بېرته را ستنولو تړونونه لري او له ازبکستان سره هم دا ډول تړون د لاسلیک کیدو په حال کې دی.

ده څرګنده کړه، چې د اختلاس او اداري فساد په جرم محکوم شوي پخواني دولتي چارواکي په لندن، امریکا او اروپایي هیوادونو کې اوسي چې د بېرته را ګرځولو لپاره یې له انټرپول یا نړیوالو پولیسو څخه په تکرار د دوی غوښتنې لا تراوسه نه دي عملي شوي.

په عین حال کې سیاسي څیړونکي وایي، چې د اداري فساد پرضد د مبارزې لپاره دا ډیره اړینه ده، چې افغان حکومت له هغو هېوادونو سره د مجرمینو د بېرته راګرځولو تړونونه لاسلیک کړي؛ چې یوشمیر افغان چارواکي یې تابعیت لري، د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد ودیر صافی هم ورته نظرلري:

"د افغانستان حکومت باید څومره ژر چې امکان لري، له دغو هېوادونو سره د مجرمینود بېرته را ستنولو تړونونه لاسلیک کړي؛ چې مجرمین بیرته را ولیږي او قانون پرې تطبیق شي.

که چېرې دا لړۍ همداسې دوام وکړي، نور دوه تابعیت لرونکي به هم راځي، جرم به کوي، اداري فساد کې په ښکیل وي او خپل جیبونه به ډک کړي او بېرته به تښتي. افغان حکومت باید دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي."


د لویې څارنوالۍ چارواکي وایي، چې د ځینو وزارتونو یوشمېر پخواني مرستیالان، د ځینو ادارو رییسان، څوتنه والیان او سفیران او د ځینو پوځي قطعو قومندانان هم د اختلاس او اداري فساد په جرم په بند محکوم شوي، خو دوی اوس مهال په بهرکې ژوند کوي.

افغان حکومت وایي، چې د اداري فساد پرضد مبارزه د دوی له کاري لومړیتوبونو څخه ده او حتی ولسمشر کرزي د سې شنبې په ورځ په خپل خبري کنفرانس کې هم پردې مسالې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې ښه حکومتداري او د فساد له مینځه وړل د ده د حکومت د پاتې دوو کلونو مهمه اجنډا جوړوي.

دغه راز د اداري فساد پرضد د مبارزې رییس ډاکټر عزیز الله لودین هم له افغان حکومت څخه غوښتي چې د دې پدیدې پرضد مبارزه لا چټکه او ګړندۍ کړي له دې پرته د ده په خبره ښه حکومتداري او پرمختګ امکان نه لري.
XS
SM
MD
LG