د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

په بغلان ولایت کې شوې زلزله


په بغلان ولایت کې شوې زلزله
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:35 0:00

افغان چارواکي وايي، وېره ده، چې د بغلان ولايت په پرونۍ زلزله کې به شاوخوا سل تنه مړه شوي وي. پرون بغلان او شاوخوا سيمې يې دوو پر له پسې زلزلو ولړزاوه. له زلزلې وروسته د دغه ولايت د بورکې ولسوالۍ په ″سای هزاره″ کلي کې د غونډۍ د ښووېدو له کبله ۲۲ کورونه ونړېدل. ژغورونکو تر پرون ناوخته پوري د نړېدليو کورونو له کنډوالو څخه د دوو تنو مړي راايستلي وو. د بغلان والي منشي مجيد ازادۍ راډيو ته وويل، د دې زلزلې درو ټکانونو په څلورو ولسواليو کې زيانونه پېښ کړي دي. ده همداراز وويل، چې تېره شپه ژغورونکو د ټپيانو او وژل شويو کسانو د راايستلو عملياتو ته دوام ورکړ. د بغلان والي اټکل وکړ، چې ښايي د پنځوسو او سلو تنو ترمنځ تر خاورو او کنډوالو لاندې شوي وي. د دې زلزلې ټکانونه په کابل او دغه راز د بغلان په شاوخوا ولايتونو کې احساس شوي دي.

XS
SM
MD
LG