د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

“پاکستان دې ژر د افغان زده کوونکو کتابونه راپرېږدي”


په افغانستان کې د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز وايي، چې پاکستان ته یې د خپل سفر پر وخت د پاکستان د مدني ټولنو سره په ګډه یو بنسټ جوړ کړی دی.

د مدني ټولنو د همږغۍ د مرکز پنځلس کسیزه پلاوي، په خیبرپښتونخوا کې دوې ورځې د پاکستان د مدني ټولنو له استازو سره د افغان او پاکستاني ولس د موجوده ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې کړي.


د پاک-افغان د خلکو بنسټ، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د موجوده ستونزو د حل هڅه کوي، د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې د افغان زده کوونکو کتابونه چې په کراچې کې بند دي، ژر افغانستان ته اجازه ورکړي.

د پاک-افغان د خلکو بنسټ پاکستان ته د افغانستان د مدني ټولنې د همغږۍ د مرکز د یو پلاوي د سفر پر مهال د دواړو هیوادونو د مدني ټولنو ترمنځ د همږغۍ د رامنځ ته کولو په هدف جوړ شوی.

دغه بنسټ په خپله لومړنۍ اعلامیه کې، چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د مدني ټولنې د همږغۍ د مرکز د ویاند حیات اله حیات له خوا ولوستل سوه، د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې د افغان زده کوونکو کتابونه افغانستان ته پرېږدي.

“د اوسنیو لویو ستونزو په نظر کې نیولو سره، په افغانستان او پاکستان کې د مدني ټولنو استازو د پاکستان له حکومته وغوښته، چې د افغان زده کوونکو څلور نیم میلیونه کتابونه، چې د کراچي په بندر کې بند له پنځو میاشتو راهسې بند دي، ژر افغانستان ته ورپریږدي.”

د پاک افغان د خلکو بنسټ د اعلامیې په یوه بله برخه کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه شوې، چې افغان کډوال دې په بیړه نه شړي، بلکې نړیوال معیارونه او بشري حقونه دې په پام کې ونیسي او بیا دې افغان کډوال ستانه شي.

تر دې مخکې د افغانستان او پاکستان حکومتونو د افغان کډوالو، د زده کوونکو د کتابونو او نورو سیاسي او بیلا بیلو مسایلو په اړه خبري کړي، چې د مدني ټولنو د همږغۍ د مرکز په خبره ښه نتیجه یې نه ده ورکړې.

د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز د افغانستان او نورو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د سیاسي، اقتصادي او نورو مسایلو په اړه د مدني تولنو ګډي غونډي مهمې بولي او په خبره یې چې خلک پر خپلو حکومتونو فشار راوستی شي.

یو ځل بیا د دې مرکز ویاند ښاغلی حیات.

“د مدني ټولني د همږغۍ مرکز دا درک کړې ده، چې د هیوادونو د حکومتونو تر منځ خبرې له نړیوالو فشارونو سره ښه نتیجه نه ورکوي، ولې قربانیان یې ولسي خلک دي.

د همدې لپاره موږ هوډ کړی، چې د پاکستان او افغانستان او یا نورو هیوادونو په اړه چې ورته سفرونه په پلان کې لرو د مدني ټولنو ږغ پورته کړو، توپیر یې دا دی، چې مخکې به یوازي له یوې خوا ږغ پورته کېدی، موږ غواړو چې د دواړو خواوو د ولسونو ږغ پورته شي، چې پر حکومت فشار راسي.”

د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز وايي، چې تر پاکستان وروسته به نورو هیوادونو ته هم د افغانستان د ستونزو د حل لپاره سفرونه وکړي، خو لومړي سفرونه به یې هغو هیوادونو ته وي، چې په افغانستان کې په لاسوهنو تورن دي.

پاکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې په ښکاره لاسوهنو تورن دی، دغه هیواد د افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته په خپله غیږه کې ځای ورکړی، چې بیا یې د جنګ لپاره افغانستان ته لیږي.

د دې ترڅنګ اوس اوس پاکستان د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو د توغندیو او درنو وسلو حملې هم کړي.

په وروستیو کې د امریکا د دفاع وزیر له پاکستانه وغوښتل؛ چې په خپله خاوره کې د ترهګرو د ځالو د له منځه وړلو لپاره جدي کار وکړي او په خبره یې چې نور د نړیوالو د صبر کاسه نسکوره شوې ده.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG