د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

امریکا او هندوستان د افغانستان په اړه غونډه کوي


له ښي خوا- د هند بهرنیو چارو وزیر اېس. ام کرشنا او د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هېلري کلنټن
له ښي خوا- د هند بهرنیو چارو وزیر اېس. ام کرشنا او د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هېلري کلنټن
وروسته تردې چې تیره اونۍ د امریکا د فاع وزیر نوی ډیلي دې ته وهڅاوه؛ چې په افغانستان کې خپله فعاله ونډه زیاته کړي، افغانستان به یوځل بیا روانه اونۍ د هند او امریکا د ستراتیژیکو خبرو د اجنډا په سرکې وي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د یوه امریکایي لوړرتبه چارواکي له قوله خبر ورکوي؛ چې وایي، له هند سره د امریکا د ستراتیژیکو اړیکو هره مساله باید له افغانستانه پیله شي.


افغانستان به روانه اونۍ د هند او امریکا د ستراتیژیک ډیالوګ د اجنډا په سرکې وي.

ټاکل شوې چې د هند او امریکا ترمنځ ستراتیژیک ډیالوګ د راتلونکې چهارشنبه په ورځ پیل شي.

د دغه ډیالوګ مشري به د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هېلري کلنټن او د هند د بهرنیو چارو وزیر ″اېس. اېم. کرشنا″ په ګډه کوي.

امریکا غواړي، چې هند په افغانستان کې خپل رول پراخ کړي او د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې هم خپله فعاله ونډه زیاته کړي.

د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د متحدوا ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال رابرټ بلک تیره اونۍ د کارنیګي د سولې نړیوال انسټیټوټ ته په وینا کې وویل؛ چې له هند سره زموږ د ستراتیژیکو اړیکو هره مساله باید له افغانستانه پیله شي.

په هند کې د امریکا سفیرې نانسي پاویل د تیرې جمعې په ورځ د امریکا د پرمختګ مرکز ته په خبرو کې وویل، ټولو دا درک کړې چې که افغان امنیتي ځواکونوته په هند کې روزنه ورکړل شي نو دا به ډیره ګټوره وي.

د امريکا دفاع وزير ليون پنيټا هم تیره اونۍ له نوي ډیلي څخه د کتنې په مهال له هندي چارو اکو څخه په افغانستان کې د هند د رول د پراخوالي غوښتنه کړی وه.

د هند له صدراعظم او د ملي امنیت له سلاکار سره د لیون پانیټا د خبرو په اړه د امريکا د دفاع وزارت د رسنيو مشر وويل، چې پنيټا له هندي مشرانو سره په اسيا کې د امريکا پر ستراتيژۍ خبرې وکړې او څرګنده يې کړه؛ چې د امريکا له نظره د هند له سمندره تر افغانستانه او ورها خوا هند يوازيني هېواد دی چې په سيمه کې د امنيت په برخه کې مهمه ونډه لرلي شي.

هند چې د افغانستان په بیارغونه کې یې شاوخوا دوه میلیارده ډالره مرسته کړي، اندیښمن دی چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې یعني د ناټو ځواکونه له وتلو ورسته به په افغانستان کې څه پیښ شي.

په امریکا کې د هند پخواني سفیررونان سین وویل، شرایطو ته په پام سره موږ ترخپلې وسې زیاته هڅه کوو خو له دې مو هم زیا ت څه کولای شوای که پاکستان ترانزیتي لاره نه وی بنده کړې.

تير کال هندي او افغان چارواکو موافقه وکړه، چې هند د افغانستان پوځيان وروزي. له موافقې سره سم به دا روزنه په هند کې کيږي.

هند او افغانستان دغه راز تیرمنی د ستراتیژیکو اړیکو یوسند هم لاسلیک کړ.

د افغانستان په بیارغونه کې د هند د رول د پراخیدو د هڅو په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت اعلان وکړ چې نوی ډیلی به د روانې میاشتې په پای کې د افغانستان د بیارغونې په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه وي.

په دې کنفرانس کې چې د سیمي هېوادونو او نړېوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړیږي، د بحث زیاته برخه به یي په افغانستان کې د پانګونې اود بنسټیزو پروګرامونو د پلي کولو لپاره د مرستو په راجلبولو څرخي.

د هند او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکې ډیالوګ د اجندا بله مهمه مسله د هند له خوا د ایران د تیلو د وارداتو کمول دي چې امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې د ایران د لانجمن اټومی پروګرام پرسر پرتهران د فشارونو د زیاتوالي په ترڅ کې پردې هیواد لګولي دي.

امریکا له هنده غواړي چې د ایران د تیلو واردات بند کړي.

هندي چارواکي وایي، د ایران د تیلو واردات یې ډیرکم کړي خو دا به عقلاني نه وي چې یودم د تیلو ټول واردات ودروي.

د بارک او باما د ادارې له خوا د لګول شویو بندیزونو له مخې به چې د روانې میلادی میاشتې په ۲۸ عملي بڼه غوره کوي، د هند ترڅنګ د چین، جنوبي کوریا او ترکیې په ګډون یولس هیوادونه چې له ایرانه تیل واردوي، د امریکا له سختو اقداماتوسره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG