د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

امریکا او پاکستان اوس داسې ښکاري لکه د یوبل دښمنان چې وي


اسوشېتېد پریس خبري اژانس لیکي، سړی هغه وخت پوهېږي چې د دوو کسانو دوستي نوره نو پای ته رسېدلې چې یو، د بل د د دښمن په مخکې پر هغه ملنډې ووهي.

همدا کانه تېره اونۍ امریکا پر پاکستان هغه مهال وکړه چې د امریکا دفاع وزیر په نوې ډېلي کې په دې اړه خبرې وکړې چې یوکال مخکې، د امریکا پوځ د اسامه بن لادن د وژنې لپاره د عملیاتو خبره څنګه له پاکستانه پټه ساتلې وه.

د بن لادن پر استوګنځي د امریکايي کومانډو حملې پاکستان ځکه په غوسه کړ چې له مخکې خبر نه و ورکړل شړی او دایې د ځان سپکاوی وګاڼه.

د امریکا دفاع وزیر لیون پنېتا په نوې ډېلي کې له یوې وینا وروسته د پوښتنو او ځوابونو په یوه پروګرام کې په ملنډو وویل، پاکستانیان زموږ له عمیاتو نه و، خبر او همدا زموږ اصلي هدف و، او له دې وینا سره په غونډه کې ناستو کسانو په لوړ غږ وخندل.

د اژانس په وینا په تېرو شپږو میاشتو کې، د پاکستان له خوا د ناټو د اکمالاتي لارې د بندولو ستونزه اوس حتی که حل هم شي، خو داسې نه ښکاري چې د دواړو هېوادونو اړیکي به بېرته ښه شي ځکه د پاکستان په وړاندې د امریکا د غوسې یو علت دا دی چې اسلام اباد د هغو وسله والو ځپلو ته لېوالتیا نه لري چې د دې هېواد له خاورې په افغانستان کې پر نړېوالو ځواکونو حملې کوي او پاکستاني چارواکي ځکه په غوسه دي چې د اسوشېتېدپریس اژانس په وینا واشنګټن پرته له دې چې د پاکستان اندېښنې او قربانۍ په پام کې ونیسي پرله پسې د نورو اقداماتو غوښتنې کوي.

له دې وروسته نورو پېښو، له تروریزم سره په جګړه کې د دې دوو متحدانو په اړیکو کې کړکېچ نورهم زیات کړ.

د 2011 کال په جون میاشت کې د CIA د یوه قراردادي له خوا په لاهور ښار کې په ډزو د دوو پاکستانیانو د وژنې لانجه لا توده وه چې امریکايي کومانډو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وواژه.

د تېرکال په نوامبر میاشت کې د امریکا پوځ په یوه هوايي برید کې ۲۴ پاکستاني پوځیان ووژل او اسلام اباد په متقابل اقدام کې په بلوچستان کې شمسي هوايي اډه چې د بې پیلوټه الوتکو د حملو لپاره کار ترې اخیستل کېده، بنده کړه.

د بن لادن د عملیاتو په اړه د امریکا ددفاع وزیر څرګندونې او ملنډې که څه هم د لیکلې وینا له مخې نه وې او ښايي تصادفي به وې خو په هند او وروسته بیا په افغانستان کې د ده نورې څرګندونې د اژانس په وینا داسې ښکارېدې لکه پر پاکستان د فشار راوستو لپاره چې ښې سنجول شوې وي.

پنېتا پر قبایلي سیمو د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو دفاع او له هند سره د امریکا د پیاوړو اړیکو یادونه وکړه، په داسې حال کې چې پاکستان هند ته د خپل تاریخي دښمن په سترګه ګوري.

ده په داسې تندو الفاظو چې ساری یې نه دی لیدل شوی وویل، چې امریکا د حقاني شبکې پرضد په اقداماتو کې د پاتې راتلو له وجې د پاکستان په وړاندې حوصله نوره نو له لاسه ورکوي.

تحلیل زیاتوي، امریکا د پاکستان په وړاندې زغم له لاسه ورکړی او خپله غوسه اوس په ډاګه څرګندوي. ملیحه لودي چې د 2001 کال د سپټمبر د یوولسمې د حملو پرمهال په امریکا کې د پاکستان سفیره وه او د دواړو هېوادونو د اتحاد په ټینګولو کې یې مهمه ونډه درلوده، اژانس ته ویلي، امریکا او پاکستان که څه هم نه غواړي، خو اړیکو یې اوس د دښمنۍ بڼه خپله کړې ده.

اسوشېتېد پریس لیکي، امریکا او پاکستان اوس د متحدانو په پرتله ډېر دښمنانو ته ورته دي او دا ستونزه په پاکستان کې دېره له القاعده او طالبانو سره د امریکا جګړه او په افغانستان کې د ثبات ټينګولو هڅې له خطر سره مخامخ کوي.
XS
SM
MD
LG