د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

"د چین او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک سند کار پیل شو"


د جمهور رئیس حامد کرزي ویاند وایي، چې د چین او افغانستان ترمنځ د ګډې اعلامیې په خپریدو سره به د دواړو هېوادونو د بېلابېلو ادارو ترمنځ اړیکې او همکارۍ لا پراخې او دوامدارې شي.

د چین له سفر نه له ګرځیدو څو ساعته وروسته ایمل فیضي په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د دې اعلامیې له مخې به د افغانستان او چین ترمنځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو په سند کار پیل شو.

بل خوا یو شمېر افغان کار پوهان له چین سره د افغانستان اړیکې مهمې بولي.

دوي وايي، د افغانستان مهم موقعیت او طبعي زیرمې هغه څه دي چې چین له دې هېواد سره دوستۍ ته هڅوي.

په دې اړه پام وکړئ له کابله د احمد زبیر ژمن راپور ته:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG