د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

چین د ایغور له مسلمانانو وېره لري


نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، چین غواړي ډاډمن شي، چې له افغانستان څخه د لویدیځو ځواکونو له وتلو وروسته د چین په لویدیځ کې مسلمان ایغور بیلتون غوښتونکي د طالبانو څخه مرسته تر لاسه نه کړي.

چین او افغانستان په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، دوی به په امنیتي برخو او د تروریزم خلاف مبارزه کې همکارۍ او د استخباراتي معلوماتو شریکول زیات کړي.

دا چین ته د ولسمشر کرزي پنځم او تر ټولو مهم سفر بلل شوی دی. له ۱۹۵۸ م کال راوروسته چې په کې د چین د هغه وخت صدراعظم افغانستان ته سفر کړی و؛ تر اوسه کومه لوړ پوړې چینايي چارواکي افغانستان ته نه دی تللی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د داسې افغانستان په اړه چې د طالبانو تر واک لاندې وي د چین لوی اندېښنه دا ده چې کیدای شي د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړیو ته به، چې د چین د شینجین ایالت ایغور ټبره جلا غوښتونکي دي، د پټیدو ځایونه ورکړي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر غفور لیوال هم د ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د افغانستان سره د چین د اړیکو د نژدې کیدو یو سبب هم دا وباله.

نیویارک ټایمز وايي که څه هم د چین حکومت په رسمي بیان کې په افغانستان کې د ایغور بیلتون غوښتونکیو، د پنا ځایونو د امکان په اړه له څه ویلو ډه ډه کړې، خو د چین لپاره دا ډیره مهمه ده چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته واک په داسې منظمه توګه انتقال شي چې طالبان واک ته د رسیدو فرصت ونه مومي.

په چین کې د کرزي له تود هرکلي وروسته ددې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چین د داسې ګام پر ګام پروسې ملاتړ کوي چې د لویدیځو ځواکونو له وتلو وروسته به دې بهیر کې د نورو هیوادونو رول ته هم اجازه ورکړي.

نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو او چینايي څیړونکیو له خولې دا هم وايي چې د ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د سیاسي جوړښت په اړه له یوکال راهېسې امریکايي او چینايي ډیپلوماټان مشورې کوي.

خو د ورځپاڼې په باور د چین او امریکا ترمنځ له خبرو اترو دا څرګنده شوه چې چین نه غواړي په افغانستان کې کوم د پام وړ امنیتي رول ترسره کړي.

د چین حکومت رد کړي چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته د افغانستان د پوځ د تمویل لپاره دې څلور میلیاردو ډالرو له صندوق سره مرسته وکړي. خو منلې یې ده چې یو کم شمیر افغان پوځيان به ورزوي په ځانګړي توګه د تروریزم ضد تکتیکونو برخه کې.
XS
SM
MD
LG