د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

په پولنډ کې د هالنډ د فوټبال ټیم تور پوستو لوبغاړو ته سپکاوی شوی


د اروپا د فوټبال فدراسیون UEFA وايي، چې د هالنډ د ټیم لوبغاړو ته نژادي سپکاوی لوبو ته د تیارۍ او ترېنېنګ په جریان کې شوی دی. په دې اړه د UEFA اعلامیه په پولنډ او اوکراین کې د اروپا د فوټبال د اتلولیو له پیلېدو یوازې څو ساعته مخکې خپره شوه.

اعلامیه د هغو راپورونو یادونه کوي، چې وايي، د هالنډ د فوټبال ټیم تورپوستو لوبغاړو ته نژادي سپکاوی شوی؛ خو زیاتوي، چې د هالنډ ټیم تراوسه رسماً دوی ته شکایت نه دی کړی.

له دې مخکې د هالنډ د ټیم کپټان مارک وان برومېل هم ویلي وو، چې د چارشنبې په ورځ په کراکو ښار کې ځینو هغو خلکو چې د دوی د ترېنېنګ نندارې ته راټول شوي وو، د دې ټیم تورپوستو لوبغاړو ته د بیزو د آوازونو په اوچتولو سره سپکاوی وکړ.

له دې سره د فوټبال د مینه والو له خوا د نژادې توپیر د سلوک په اړه اندېښنې یوځل بیا زیاتې شوې او دا په داسې حال کې ده؛ چې د اروپا د فوټبال د 2012 کال د اتلولۍ لوبې نن ماښام په وارسا کې، د پولنډ او یونان او ورپسې د چک جمهوریت او روسیې د ټیمونو ترمینځ له مسابقې سره پیلېږي.

برومېل وویل، دا چلند په خاص ډول ځکه ډېر شرموونکی و چې، دوی یوازې څو شېبې مخکې له دې پېښې کراکو ته نژدې د جرمني نازیانو د وژنو د نامتو کمپ آوشوېتز له کتنې راستانه شوي وو.

ده خبرداری ورکړ چې که د اتلولۍ د لوبو په ترڅ کې داسې کومه پېښه وشي، نو دی به له ریفري څخه وغواړي چې لوبه ودروي.

د اروپا د فوټبال فدراسیون په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې دوی د نژادي توپیر د هېڅ راز عمل زغم نلري.

د فوټبال د 2012 کال د اتلولۍ د لوبو په درشل کې هغه مهال چې د نژادي توپیر د احتمالي چلند په اړه اندېښنې په زیاتېدو شوې، د پولنډ او اوکراین چارواکو هڅه کوله چې دا اندېښنې بېځایه وښيي.

په پولنډ کې د فوټبال یو مینه وال وو یچېښ وايي؛ چې د فوټبال د مینه والو ترمینځ شخړې اکثراً د یوه واړه اقلیت له خوا پیلېږي:

″ستونزه دا ده، چې شخړې ډېروخت د مینه والو د یوه محدود او واړه اقلیت له خوا پیلېږي. د دوی آواز ډېر اوچت وي او که یې شمېر ډېر کم هم وي له لیرې ښکاري. او زه فکر کوم چې د دوی چلند په پولنډ کې د فوټبال پر ټولو مینه والو ناوړه اثر کوي او دا بده خبره ده.″

تمه ده چې د جون له اتمې د جولای تر لومړۍ نېټې د اروپا د فوټبال د اتلولۍ په سږنیو لوبو کې له ټولې نړۍ څخه د فوټبال سلګونه زره مینه وال ګډون وکړي.

ځینو اروپايي هېوادونو د اوکراین پر پخوانۍ صدراعظمې د اوه کاله حبس د حکم په وړاندې د اعتراض لپاره د دې تورنمنت د تحریمولو غوښتنه کړې ده. یولیاتیماشیکو تورنه ده چې په خپله کاري دوره کې یې له واکه ناوړه استفاده کړې.

د برتانیا د بهرنیوچارووزارت پرون په اوکراین کې د سلیقوي عدالت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د حکومت هېڅ جګپوړی مقام به د دې لوبو لیدو ته ولاړ نشي.
XS
SM
MD
LG