د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۹

کوفي عنان پر سوریې د نورو فشارونو غوښتنه وکړه


د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې د سورېې لپاره د ملګرو ملتونو او عرب لیک له خاص استازي کوفي عنان سره په واشګتن کی وکتل. کوفي عنان ټینګار وکړ چې پرسوریې باید فشارونه ډیر شي څو د سولی د پلان عملی کولو ته غاړه کیږدي او په دې هیواد کې شخړې پای ته ورسیږي.

د ملګرو ملتونو څارونکي د سوریې مرکزي کلي ته رسیدلي چېرته چې ویل کیږي؛ ګڼ شېمر خلک پکې وژل شوي وو. لږ تر لږه اته اویا تنه د قوبیر په کلي کې وژل شوي دي.

د سوریې د حکومت مخالفین وايي، حکومت پلوي ځواکونه په دې وژنه کې لاس لري خو حکومت د دې قتلونه له مسوولیته انکار کړی دی. په عین حال کې د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د ملګرو ملتونو او عربي اتحادیې له استازي کوفي عنان سره په واشنګتن کې ولیدل.

عنان د خپلو خبرو په پیل کې پر سوریې د نور فشار غوښتنه وکړه. دوې په واشنګتن کې خبریالانو ته په خبري کنفرانس کې څرګندوني وکړي.

″سوریه په رښتیا چې یوه ستونزه ده او زه په دې خوشال یم چې داسې یوه موقع مې موندلي، چې د بهرنیو چارو له وزیری هېلري کلنټن سره په دې اړه چې څنګه کولی شو؛ د سوریې پرحکومت او نورو خواوو لا نور فشار راولو څو دا پلان عملي کړي خبرې کوو.

میرمن کلنتین هم کوفي عنان ته ښه راغلاست ووایه او زیاته کړه:

″دا د ویاړ ځای دی، چې د بهرنیو چارو وزارت ګډ خاص استاري، د ملګرو ملتونو پخواني عمومي منشي، دوست او همکار کوفي عنان ته ښه راغلاست وايي څو خپلو هغو بحثونو ته دوام ورکړي چې له موږ سره او د نوری نړۍ سره یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرونیو خبرو په شمول لري، په دې اړه خبری کوی چې څنګه د سوریې له حکومت څخه د وړاندي شوي شپږ ماده یې پلان په اړه یو ښه ځواب واخستل شي.″

د میرمن کلنټن مرستیال فریډریک هوف د جمعې پر سهار په ماسکو کې د روسیې له لوړ رتبه ډیپلوماتانو سره د سوریې پر مسالې خبرې وکړي.

د کرملن په یوه بیان کې راغلي دواړه خواوو د سوریې د لانجې د حل لپاره د ملګرو ملتونو او عربي اتحاديې د استارې کوفي عنان د سولې د پلان په اړه د نړیوال ملاتړ له هڅولو سره موافقه وکړه.

د راپورونو له مخې د سوریې په ادلیب او دمشق ښارونو کې د جمعې په ورځ لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو څارونکي د سوریې مرکزي کلي ته رسیدلي؛ چېرته چې ویل کیږي، ګڼ شېمر خلک وژل شوي وو. لږ تر لږه اته اویا تنه د قوبیر په کلي کې وژل شوي دي.

د سوریې د حکومت مخالفین وايي، حکومت پلوي ځواکونه په دې وژنه کې لاس لري خو حکومت د دې قتلونه له مسوولیته انکار کړی دی.

په عین حال کې د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلنټن د ملګرو ملتونو او عربي اتحادیې له استازي کوفي عنان سره په واشنګتن کې ولیدل.

عنان د خپلو خبرو په پیل کې پر سوریې د نور فشار غوښتنه وکړه. دوی په واشنګتن کې خبریالانو ته په خبري کنفرانس کې څرګندونې وکړي.
کوفي عنان وویل :

″سوریه په رښتیا چې یوه ستونزه ده او زه په دې خوشال یم؛ چې داسې یوه موقع مې موندلې، چې د بهرنیو چارو له وزیرې هېلري کلنټن سره په دې اړه چې څنګه کولی شو؛ د سوریې پرحکومت او نورو خواوو لا نور فشار راولو څو دا پلان عملي کړي؛ خبرو کوم.″

د مېرمن کلنټن مرستیال فریدریک هوف د جمعې پر سهار په ماسکو کې د روسیې له لوړ رتبه ډیپلوماټانو سره د سوریې پر مسالې خبرې وکړي.

د کرملن په یوه بیان کې راغلي دواړه خواوو د سوریې د لانجې د حل لپاره د ملګرو ملتونو او عربي اتحاديي د استارې کوفي عنان د سولې د پلان په اړه د نړیوال ملاتړ له هڅولو سره موافقه وکړه.

د راپورونو له مخې د سوریې په ادلیب او دمشق ښارونو کې د جمعې په ورځ لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG