د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

جان الن په لوګر کې د ملکي مرګ ژوبلې له امله بخښنه وغوښته


په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن په لوګر ولایت کې د ایتلافي ځواکونو د هوايي حملو په ترڅ کې د ملکیانو د وژنې له امله بخښنه وغوښتنه.

هغه د جمعې په ورځ لوګر ته سفر کړي و، څو خپله د لوګر په برکې برک ولسوالی کې د قربانیانو له کورنیو او د دې ولایت له چارواکو بخښنه وغواړي.

دا حمله د تیرې چارشنبي په شپه د اتیلافي ځواکونو له خوا د وسله والو طالبانو د نیولو لپاره شوې وه؛ چې په کې سیمه یزو خلکو ته د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون تلفات واوښتل. افغان چارواکي وایي، چې په دې پیښه کې اتلس ملکیان وژل شوي دي.

جان الن چې په پل علم کې څه باندې شلو تنو راټولو شویو کسانو ته خبرې کولې وویل:

″زه په دې پوهیږم چې هیڅ ډول معذرت غوښتل نشي کولی؛ چې په دې پیښه کې مړه شوی ماشومان او یا نور بېرته را ژوندې کړي؛ خو زه غواړم تاسو په دې پوه شي چې زه له تاسو بخښنه غواړم او موږ هغسې چې لازمه ده د دوی د کورنیو ته غم وخورو.″

په کلیو کې د شپې له خوا پر مخالفینو حملې هغه مساله ده چې وار وار د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو ترمنځ د ملکیانو د تلفاتو پر سر د جنجال سبب شوې ده.

د نړیوالو ځواکونو په وینا دا عملیات د مخالفو وسله والو د مشرانو د له منځه وړلو لپاره مهم رول لوبوي. د تیر اپریل په میاشت کې داسې یوه موافقه لاسلیک شوه؛ چې له مخې یې افغان ځواکونو د شپې د خوا د عملیاتو مسوولیت په غاړه واخیست او په لوګر کې د تیرې چارشنبې په عملیاتو کې هم افغان ځواکونه شامل وو؛ خو افغان ولسمشر په دې پیښه کې د ځايي خلکو په وژنه کې نړیوال اتیلافي ځواکونه ګرم بللي دي.

دا عملیات یې محکوم کړل او د دوی څخه یې وغوښتل د دې پیښې په هلکه چې ولې ماشومان په کې ووژل شول بشپړ راپور ورکړي.

ناټو او همداشان افغان چارواکو وویل، چې د دوی عسکرو د طالبانو د یوه مشرد نیولو لپاره عملیات کول. کله چې عسکرو غوښتل هغې ودانۍ ته چې د نظر وړ کس په کې وو ننوځې په دې وخت کې په دوی ډزې وشوې او کله چې جګړه پیل شوه؛ دوی د هوایي ځواک څخه مرسته وغوښته.

خو کلیوال وايي، چې هلته په کور کې واده و او تر دې یوه شپه مخکې هلته د دواده د مراسمو لپاره کور له خلکو ډک وو او په سبا یې تر بمبارد وورسته دوی د مړو جسدونه په یوه موتړ کې واچول، د ولایت مرکز ته ولاړل او هلته یې د هوایي برید پر ضد د اعتراض غږ اوچت کړ.

یوه افغان ډاکتر چې په پیښه کې یې د مړو جسدونه معاینه کړی او له دوه میرمنو سره چې په پیښه کې ټپیاني شوی خبرې کړي اسوشیتد پرس خبرې اژانس ته ویلی چې د طالبانو یوې ډلې غوښتل چې په دې کور کې شپه تیره کړی ځکه دوې فکر کاوه چې د واده په پلمه به ورته پناه ځای پیدا شي.

ولی وکیل وايي کله چې ناټو او افغان ځواکونه په نیمه شپه دې کور ته راغلل نو د دې کور له ټولو خلکو یې غوښتې چې بهر راووځي خو وسله والو له کوره د خلکو د وتلو مخه ونیوله.

وکیل وویل چې په دې پیښه کې اتلس کسان چې دوه زاړه سړي، څلور میرمني، دری تنکې ځوانان او نهه تنکې ماشومان پکې شامل وو وژل شول. وکیل د عينی شاهدانو په حواله ویلی چې شپږ تنه طالبان هم په پیښه کې له منځه تللی دي. تر دې دمخه دسیمې پولیس ویلی وو چې په دې ولسوالی کې د طالبانو قوماندان وژل شوی دی.

جنرال جان الن وویل : هغو عسکرو چې د هوایی حملې غوښتنه یې کړې په دې نه پوهیدل چې په دې کور کې دننه ملیکان دی. پر دوې حمله وشوه او ددوې خواته یو لاسی بم ګذار شو چې زمونږ دري کسه پکې ټپیان شول.

جان الن دمخه تر دې چې خپل پیغام د لوګر خلکو ته ورسوی د لوګر له والی او نورو چارواکو سره وکتل.

د ازادۍ راډیو خبریال وايي چې په دې غونډه کې د لوګر والي طاهر خان صبري له جان الن نه وغوښتل چې د پیښې عاملین محاکمې ته راکاږي. صبري همداراز وویل چې ناټو ځواکونه باید په خپلې پوځي تګلارې له سره کتنه وکړي.
XS
SM
MD
LG