د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

په پاکستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښمنه یم


ناوې پېلي په خاص ډول د افراطي وسله والو پر ضد په جګړه کې، د پاکستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو یادونه وکړه، چې په نتیجه کې یې د دې په وینا خلک له محاکمې پرته په بند کې اچول کېږي
ناوې پېلي په خاص ډول د افراطي وسله والو پر ضد په جګړه کې، د پاکستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو یادونه وکړه، چې په نتیجه کې یې د دې په وینا خلک له محاکمې پرته په بند کې اچول کېږي
د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې، پاکستان ته د خپل څلور ورځني سفر په پای کې د پنجشنبې په ورځ په پاکستان کې د افراطي وسله والو په وړاندې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې له بشري حقونو د سختو سرغړونو او د خلکو د جبري لادرکه کولو له وجې اندېښنه څرګنده کړه.

ناوي پیلې په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل، دا د پراخو سرغړونو د ادعاوو په اړه، چې له تروریستانو او افراطي وسله والو ډلو سره د مبارزې په نوم کېږي سخته اندېښمنه ده. مېرمن پیلې وویل، په دې سرغړونو کې له محاکمې پرته وژنې، د خلکو پر نیولو نه اعتراف او په جبر د خلکو لادرکه کول او ورکول شامل دي.

د بشري حقونو خپلواکو ډلو د پاکستان امنیتي ځواکونه په بلوچستان کې چې بېلتون پالو په 2004 کال کې وسله وال فعالیتونه پکې پیل کړل، د ګڼو خلکو په نیولو او بې محاکمې وژنو تورن کړي وو.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې د پاکستان له حکومت او عدلي او قضايي څانګو غوښتنه وکړه چې په دې اړه تحقیق وکړي او دا ستونزه حل کړي.

د سند په مرکز کراچۍ کې سږکال په سیاسي او قومي شخړو کې سلګونه کسان وژل شوي. مېرمن پېلي پر دې خپګان څرګند کړ چې ویې نشو کړای بلوچستان او سند ایالتونو ته سفر وکړي، خو دې ونه ویل چې ولې دې ایالتونو ته ولاړه نه.

مېرمن پېلې همداراز د پاکستان حکومت ته مشوره ورکړه چې د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د پلټنو لپاره دې د ملګرو ملتونو ځانګړی پلټونکي را وبولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند معظم علي خان د آزادۍ راډیو له مشعل څانګې سره په مرکه کې وویل چې پاکستان دې هېواد ته د ملګروملتونو د څارونکو د سفر هرکلی کوي، خو ده په ډاګه نکړه چې دوی ته به شمالي یا جنوبي وزیرستان ته د تګ اجازه ولري کنه:

(زه نه یم خبر چې هغوی راځي او که راځي نو کله به راځي او بیا د هغوی څه غوښتنې دي. دا ټول شیان به هغه مهال ګورو، خو اوس نه غواړم اټکل وکړم چې موږ به یې چېرې تګ ته پرېږدو او چېرې به یې نه پرېږدو. دا هم مالومه نه ده چې هغوی به داسې کومه غوښتنه وکړي او کنه.)

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې ناوې پيلې همداراز پر پاکستاني چارواکو غږ وکړ چې د مهمو مسایلو، لکه د شکنجې، د ښځو د تعلیم او نورو حقونو په اړه حیاتي قوانین تصویب کړي.
XS
SM
MD
LG