د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

افغانستان او چین په خپلو کې د همکارۍ ژمنه وکړه


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي له خپل چینایي سیال هوو ژینتاو سره د جمعې په ورځ وکتل او له خبرو وروسته یي یوه ګډه اعلامیه صادره کړه.

په اعلامیې کې د چین جمهور رئیس ژمنه کړې چې له افغانستان سره به صادقانه او دوستانه مرستې کوي.

د چین جمهور رئیس دغه راز وویل، چین به له افغانستان سره له امنیت نه نیولې د ناروغیو د مخنیوي تر ساحو پورې مرستې وکړي.

هووژینتاو د چین د خلکو سترتالار کې له جمهور رئیس کرزي سره د کتنې پر مهال وویل:

“افغانستان د انتقال یوې حساسې مرحلې ته داخل شوی دی. چین د افغانستان د اعتماد وړ ګاونډی او دوست هېواد دی” .

د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا د ګډې اعلامیې په خپاره شوي متن کې ویل شوی:

“د افغانستان او چین مشران په دې نظر دي چې سېمه اېز او نړېوال شرایط له جدي او پیچلو بدلونونو سره مله دي.

د موجودو ننګوونو د لري کولو او په سېمې کې د سولې، ثبات او پراحتیا د ټینګښت لپاره باید دواړه هیوادونه خپل دوه اړخېزاړیکې له ستراتېژیک نظره وګوري او هغو ته لا پراختیا ورکړي.

د همدي هدف لپاره دواړو هیوادونو پریکړه وکړه چې د افغانستان او چین ترمنځ د ستراتیژیکی همکارۍ او مشارکت په نوم یو چوکاټ برابرکړي او د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو دنده اخیستي ده چې ددغه مشارکت او ستراتېژیکې همکارۍ د تحقق لپاره د یوې کارې برنامې په طرحې کار پیل کړي”.


په ګډې اعلامیې کې ویل شوي: چین او افغانستان موافقه وکړه چې په خپلو کې به استخباراتې معلومات یو بل ته ورکوي او د تروریزم، غیر قانونې مهاجرت، په غیر قانونې ډول د وسلو او نشه یي موادو د انتقال او قاچاق په برخو کې به خپلې همکارۍ لا پیاوړي کوي.

د چین او افغانستان د جمهورو رئیسانو په ګډې اعلامیې کې دغه راز راغلي، چین د تروریزم او نشه یي موادو پر ضد مبارزې کې د افغانستان د هلو ځلو او د دې هېواد د ملي ثبات د ساتلو ملاتړ کوي.

افغانستان هم په دي ګډې اعلامیې کې یو ځل بیا د تروریزم، بنسټ پالنې او بیلتون غوښتنې پر ضد مبارې کې د چین ملاتړ وکړ.

چین په لویديځي سېمې (ژینژیانګ) کې د یوغور مسلمانانو د بیلتون غوښتې له مقاومت سره مخامخ دی.

افغان لورې دغه راز ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د چینايي اتباعو او موسسو د ساتنې لپاره به جدي اقدامات کوي.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په پیکنګ کې د شانګهاي سازمان په غونډې کې ګډون وکړ او افغانستان پدي سازمان کې د ناظر هیواد غړیتوب هم حاصل کړ.

افغانستان ته په شانګهای سازمان کې د ناظرغړیتوب ورکول د دې ښکارندوي دي چې چین په افغانستان کې سترې ونډې اخیستو ته لیواله دی.

په تېر ډسمبر میاشت کې د چین د تیلو دولتې کمپنۍ د افغانستان په شمال کې د تیلو او طبیعې غاز د استخراج قرارداد خپل کړ او دا لومړنۍ بهرنۍ کپمنۍ ده چې د افغانستان د تیلو او طبیعي غاز په راایستلو کې یي پانګوونه وکړه.

چین دغه راز دري کاله وړاندي د لوګر د عینکو د مسو کان کې هم د دري نیم میلیاردو ډالرو پانګوونه کړې وه.

افغان چارواکې وایي، د امریکا د متحده ایالاتو له خوا په یوې سروې کې ښول شوي چې په افغانستان کې د یو تریلیون ډالرو په ارزښت طبیعې زیرمې موجودې دې او د بهرنیو مرستو د بندیدو په صورت کې به افغانستان له دي لارې په خپل ځان متکې شي.
XS
SM
MD
LG