د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۸

په بغداد کې امنيتي کمرې نصبيږي


د عراق په مرکز بغداد کې کارګران د زرګونو امنيتي کمرو په نصبيدو بوخت دي.

د عراق مايتدونکي ايتلافي حکومت هيلمن دي چې د امنيتي کمرو له لارې به په بغداد کې امنيت ټينګ کړي.

په دې ښار کې نژدې ديارلس زره کمرې نصبيږي. په فبروري کې د بغداد ولايتي شورا د دې کمرو لپاره د اوولس ميليونه ډالرو پروژه تصويب کړه.

د بغداد د ولايتي امنيتي شورا مشر عبدالکريم ذرب وايي، د دې ټولو کمرو په نصبيدو به څو مياشتې ولګيږي:

دا د حکومت پلان دي چې ديارلس زره امنيتي کمرې د بغداد په بيلابيلو سيمو کې نصب کړي. موږ له خپلو دفترونو په ټول بغداد کې غوښتې دي چې کومې سيمې ډيرې مهمې دي څو هلته کمره کيږدو، که هغه د بيروبار سيمه ده، حکومتي ودانۍ دي او يا هم دوکانونه دي. تړون له يوې چينايي کمپنۍ سره لاسليک شوي دي)

د دې پلان يوه برخه هم بغداد کې د څارنې د يوه مرکز جوړيدل دي څو له هغه ځايه پوليس دا کمرې کنټرول کړي.

د امنيتي پلان له مخې د بغداد شاوخوا به اتلس مهمې امنيتي پوستې هم جوړې شي، اته به يې د بغداد لور ته په غځيدليو لارو وي او لس نورې به د ښار په هغو سيمو کې چې خطرناکه دي ودانې شي.

د بغداد والي صالح عبدالرزاق وويل، لومړۍ پوسته به د دوره په سيمه کې وي دا د بغداد جنوب ته پروت ځاي دي، بله يوه به د بغداد شمال لويديځ ته وي:

(د عراق د صدراعظم دفتر موږ ته امر کړي دي چې د څارنې نوې پوستې جوړې کړو.

موږ د دوره او تاجي پر پوستو کار پيل کړي دي. په دې پوستو کې به د موټرو په شپږو لينونو کې فلزي دروازې هم ودانې شي. په هر وره کې به څارونکي وي. هلته به د موټرچلوونکو پيژندپاڼې ليدل کيږي، د موټروان او د هغه د موټر د نمبر پليټ عکس به اخيستل کيږي. دا ټول معلومات به په کمپيوټر کې ساتل کيږي)

د بغداد والي ډاډ څرګند کړ چې له نوې ټکنالوژۍ سره به د بغداد امنيت ښه شي خو د ښار ټول اوسيدونکي په دې باور نه دي چې داسې وسايل به د دوي ژوند خوندي کړي.

د بغداد اوسيدونکي اکرم الحيدري د عراق سياسي مشران تورنوي چې فرقه اي شخړو ته لمن وهي او له دې سره له دسمبره راوروسته چې امريکايي پوځيان وتلي دي هره ورځ خونړۍ پيښې رامنځته کيږي:

(موږ به بيا هم امنيت ته انديښمن يوو او ويريږو به، ځکه چې سياسي بحران دي او د سياسي ډلو تر منځ شخړې دي.

هيڅ شي له موږ سره مرسته نه کوي، نه د وسلو د پلټنې وسايل مرسته کوي او نه نور امنيتي وسايل. هيڅ شي مو نه ساتي. امنيت په دې پورې دي چې سيالې سياسي ډلې په خپلو کې شخړې سره هوارې کړي)

په بغداد کې پخوا هم چارواکو له امنيتي کمرو کار اخيست خو د بغداد د امنتي شورا غړي محمد الربيع وايي چې دغه کمرې پرمختللې نه دي او څلوريشت ساعته فلم نه اخلي.
XS
SM
MD
LG