د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

"د ولسمشراسد رژیم خپل مشروعیت له لاسه ورکړی"


د سوریې په حما ولایت کې د ملکي وګړو د قتل عام د راپورونو له رابرسېره کېدو وروسته د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون وویل، نړیوال څارونکي هغې سیمې ته د تلو هڅه کوي چې ویل کېږي هلته دولتي ځواکونو بیګناه کلیوال د سپکو وسلو په ډزو وژلي دي.

بان چې پرون، د سوریې په اړه د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په یوه خاصه غونډه کې وینا کوله په حما ولایت کې د عامو خلکو وژنه هغه وحشت وباله چې بیان یې سخت کار دی او ویې غانده.

د راپورونو له مخې په دې پېښه کې تر اتیا پورې ملکي وګړي وژل شوي. د ملګروملتونو سرمنشي پر لسمشر بشار الاسد غږ وکړ چې د نړیوال منځګړي کوفي عنان شپږفقره یي پلان سمدستي عملي کړي:

"سوریه او دا سیمه ډېرژر د سقوط کندې ته غورځېدای شي. د یوې بشپړې کورنۍ جګړې خطر حتمي او حقیقي دی، نوځکه پر ولسمشر اسد غږ کوم چې سمدستي او له کوم شرط پرته د عنان شپږ فقره یي پلان عملي کړي."

د سوریې لپاره د ملګروملتونو او عرب لیک ګډ استازي کوفي عنان هم ددې قتل عام د غندلو ترڅنګ له دې کبله وېره څرګنده کړه. عنان وویل، په سوریه کې ډلې او ډلګۍ، افراطیت او تشدد د پراخېدو په حال کې دي او زیاته یې کړه، دې وضعیت ګاونډي هېوادونه اندېښمن کړي او داسې وېره یې ورته پیدا کړې چې تشدد د دوی هېوادونو ته سرایت ونکړي.

فعالان وايي، چې د حما په دوو کلیو کې د دولتي ځواکونو په قتل عام کې شل ماشومان او شل مېرمنې هم شاملې دي. د دوی په وینا که څه هم دولتي ځواکونو پردې کلیو ډزې کولې خو اکثریت کسان د دولت پلوي ملېشه ځواکونو وژلي دي. د راپورونو له مخې ډېرشمېر کسان له نژدې په ډزو او یا په برچو وژل شوي دي.

د سوریې حکومت په یوه اعلامیه کې چې د دولتي ټلویزیون له لارې خپره شوه وویل، په حما کې دا جنایت یوې تروریستي ډلې کړی چې په نتیجه کې یې نه ملکیان وژل شوي.

له دې تقریباً دوه اونۍ مخکې د حمص ولایت په حوله نومې سیمه کې هم یوسل او اته ملکي وګړي د دولتي ځواکونو په حملو کې وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې له واکه د بشاراسد د لېرې کېدو غوښتنې په زیاتېدو دي. د امریکا د بهرنیوچارووزیرې هیلیري کلېنټن پرون په استانبول کې په خپلو څرګندونو کې د حما قتل عام د انساني ضمیر ضد عمل وباله او غوښتنه یې وکړه چې اسد دې له واکه لیرې شي.

سپینې ماڼۍ په سوریه کې وروستۍ وژنې د ملکي وګړو ظالمانه قتل عام وباله او له نورو هېوادونو څخه یې وغوښتل چې د بشارالاسد له رژیم څخه خپل ملاتړ پای ته ورسوي او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاترین اشټن دا یو زړه بوګنوونکی او د نه بخښنې وړ جنایت او قتل عام وباله.
XS
SM
MD
LG