د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

په کابل کې د لیون پنیتا خبري کنفرانس


په کابل کې د لیون پنیتا خبري کنفرانس
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

په کابل کې له پنیتا سره په ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ هم په افغانستان کې د امنیت لپاره په پاکستان کې د وسلوالو مخالفینو د پټنځایونو په له منځه تلو ټینګار وکړ. نوموړي تمه وښودله چې پاکستان به بالاخره ددغو پټنځایونو په له منځه وړلو کې له افغانستان سره د همکارۍ اهمیت درک کړي: "موږ تمه لرو چې دوي به په تدریجي توګه دې نتیجې ته ورسیږي، چې له موږ سره همکاري وکړي، نو که دغه همکاري رامنځ ته شي، نو بیا به موږ وکولای شو، چې د ترهګرو قومانده، روزنه او د وسلو رانیول له منځه یوسي او همداراز وکولای شو چې د دوی مشرتابه له منځه یو سو یا یې هم ونیسو. او که د هغوی همکاري نه وي، نو زموږ هدف چې کامیابي ترلاسه کړو، ستونزمن کیږي." که څه هم پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ځان د امریکا ملګری بولي، خو ددې هیواد په خاوره کې د افغان دولت د وسلوالو مخالفینو د پټنځایونو موجودیت د پاکستان دغه ملګرتیا تر پوښتنې اوشک لاندې راوستې ده. افغان او امریکايي چارواکي وايي چې وسلوالو مخالفین د پاکستان له خاورې په افغانستان کې دننه په افغان او امریکاي عسکرو د بریدونو پلانونه تنظیموي. لیون پنیتا که در یک نشست خبری مشترک با جنرال عبدالرحیم وردک همتای افغانش در کابل صحبت می کرد تاکید کرد که پاکستان باید در زمینه از بین بردن این پناه گاه ها اقدامات لازم را روی دست گیرد. وزیر دفاع امریکا صبح امروز در یک سفر از قبل اعلام نشده وارد افغانستان شد. لیون پنیتا قبل از سفر به افغانستان به خبرنگارانی که او را همراهی می کنند در دهلی جدید گفت که وی می خواهد در ملاقات با جنرال جان الن قوماندان عمومی نیرو های امریکای و ناتو در افغانستان از وضعیت این کشور ارزیابی های را انجام دهد. گزارشگر رادیو آزادی سباوون این گزارش را تهیه کرده است.

XS
SM
MD
LG