د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

د لوړ پوړو ودانیو نیمګړي کارونه امنیتي حالت ګډوډولای شي


د حکومت مخالفینو څو څو ځلي د کابل په ښار کې له لوړو نیمکاره ودانیو څخه د مرچل په توګه کار اخیستی او سره له دې چی له څه مقاومت وروسته امنیتي ځواکونو له پښو غورځولي، خو کابل ښاریان یو ځل بیا په ښار کې د لوړو نیمکاره ودانیو موجودیت اندیښمن کړي دي.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په لوړو نیم کاره ودانیو کې د وسله والو مخالفینو د ځای پرځای کیدو د مخنیوي لپاره د تدابیرو خبر ورکوي.

خو کابل ښاریان دې ودانیو ته د وسله والو د پورته کیدو د وروستیو څو پیښو په پام کې نیولو سره، اوس هم انديښمن دي.

دوی وایي، د کابل په مختلفو سیمو کې د دې ودانیو نیمګړي کارونه، امنیتي وضیعیت ګډوډولی شي.


دوي وایی، امنیتي ځواکونه دې د ودانیو له خاوندانو سره، د ودانیو امنیت ته تدابیر جدي کړي:

« خلک دغو لوړو ودانیو چې نیمکاره پاتې ډارولي دي، مخالفین ور پورته شول ډزې یې پیل کړې، د دوې امنیت باید ونیول شي.

لوړې ودانې د ښار ښکلا او د پرمختګ نښې دي، خو حکومت ورته باید د ودانیو له خاوندانو سره مشترک امنیتي تدابیر غوره کړي.

هغه کارګران چې په دې ودانیو کې کار کوي، باید په امنیتي حوزو کې راجستر شي.»


دوي دا هم وایي، په دې ودانیو کې اکثره کارګران بهرني او په تیره پاکستانیان دي چې په اکثرو امنیتي پیښو کې ښکیل ګڼل شوي دي.

خو دا ادعا د امنیتي ځواکونو له خوا په رسمي توګه نه ده تایید شوې او نه داسې اسناد وړاندې شوي چې ګواکې بهرني کارګران دې د ښار په ناامنیو کې لاس ولري.

د کابل ښاریانو دا انديښنې له هغې نیټې زیاتې شوي، چې وسله والو مخالفینو څو ځلي د دې ښار په مختلفو سیمو کې له لوړ پوړو نیمکاره ودانیو څخه د حکومت پرضد، د مرچلې کار واخیست.

د امنیتي چارو پوهان وایي، امنیتي ځواکونه باید د دې بریدونو مخنیوي ته، د هېواد په پولو او د ښار په دروازو کې تدابیر جدي کړي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی جنرال هادي خالد وایي:

«ستونزه په لوړو ودانیو کې نه ده، ستونزه دا ده چې د کابل ښار په دروازو او د هېواد په سرحدونو کې امنیتي چارې کمزوري دي. باید په مجموع کې امنیت ته پام وشي او تدابیر ورته ونیول شي.»

د کورنیو چارو وزارت وایي، وروستیو امنیتي پیښو چې د کابل ښار په څو سیمو کې رامنځته شوي، امنیتي ځواکونه هڅولي چې تدابیر لاجدي کړي، د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي:

«موږ تل د لوړ ودانیو له خاوندانو غوښتي چې خپل کارونه نیمګړي پرې نه ږدي او ژر یي ترسره کړي، بیا هم پولیس هڅه کوي د هر ډول ګواښ مخه ونیسي.

موږ خلکو ته ډاډ ورکوو، چې په هر حالت کې د خلکو د ژوند خوندیتوب ته هڅې جاري ساتو.»


وسله والو مخالفینو په وروستیو کلونو کې د حکومت پر ضد، د دوي تاکتیکونه بدل کړي، چې یو ېې د ښار په حساسو سیمو کې لوړو پوړو نیمکاره ودانیو ته پورته کیدل دي او پر حکومتي تاسیساتو بریدونه کول دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG