د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

په پاکستان کې د حقاني شبکې فعالیت نور نشو زغملای


د امریکا د دفاع وزیر له پولي اخوا د حقاني شبکې خوندي ځایونه یوه زیاتیدونکې اندیښنه وبلله او ویې ویل، نور یې په اړه د دوي زغم خپل وروستي حد ته رسیدلی دی.

ښاغلي بنیتا وویل، چې د دغو خوندي پټنځایونو په موجودیت کې د یوه خوندي افغانستان رامنځ ته کول یو ستونزمن کار دی.

نوموړي له خپل افغان سیال عبدالرحیم وردګ سره په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، چې پاکستان باید نور د دغو پټنځایونو پر ضد اقدامات وکړي:

"دا یوه زیاتیدونکي اندیښنه ده، چې دغه پټنځایونه موجود دي او د حقاني شبکې په شان ترینه ګټه اخلي چې زموږ پر ځواکونو حملې وکړي.

زموږ حوصله وروستي حد ته رسیدلې ده. له همدې امله دا ډیره مهمه ده چې پاکستان ددغو پتڼځایونو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي."


ښاغلي پنیټا د هند له مرکز نوي ډهلي نه کابل ته رسیدلی دی.

کابل ته دده د سفر د افغانستان د امنیتي وضعیت جاج اخیستل په ګوته شوي دي.

نوموړي په نوي ډهلي کې هم د پاکستان په قبایلي خاوره کې د خپل هیواد د بې پیلوټه الوتکو د حملو ننګه وکړه.

پنیتا وویل چې دغه حملې د پاکستان په ملي حاکمیت پورې اړه نه لري بلکې په افغانستان کې د دوی د عسکرو د امنیت لپاره کیږي.

په کابل کې له پنیتا سره په ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ هم په افغانستان کې د امنیت لپاره په پاکستان کې د وسلوالو مخالفینو د پټنځایونو په له منځه تلو ټینګار وکړ.

نوموړي تمه وښودله چې پاکستان به بالاخره ددغو پټنځایونو په له منځه وړلو کې له افغانستان سره د همکارۍ اهمیت درک کړي:

"موږ تمه لرو چې دوي به په تدریجي توګه دې نتیجې ته ورسیږي، چې له موږ سره همکاري وکړي، نو که دغه همکاري رامنځ ته شي، نو بیا به موږ وکولای شو، چې د ترهګرو قومانده، روزنه او د وسلو رانیول له منځه یوسي او همداراز وکولای شو چې د دوی مشرتابه له منځه یو سو یا یې هم ونیسو. او که د هغوی همکاري نه وي، نو زموږ هدف چې کامیابي ترلاسه کړو، ستونزمن کیږي."

که څه هم پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ځان د امریکا ملګری بولي، خو ددې هیواد په خاوره کې د افغان دولت د وسلوالو مخالفینو د پټنځایونو موجودیت د پاکستان دغه ملګرتیا تر پوښتنې اوشک لاندې راوستې ده.

افغان او امریکايي چارواکي وايي چې وسلوالو مخالفین د پاکستان له خاورې په افغانستان کې دننه په افغان او امریکاي عسکرو د بریدونو پلانونه تنظیموي.
XS
SM
MD
LG