د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

لیون پنیتا ومنله چې په افغانستان کې حملې زیاتې شوي


د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا افغانستان ته د خپل څلورم سفر پر مهال ومنله چې په دې جنګ ځپلي هېواد کې حملې زیاتې شوې او داسې بریښې چې وسله وال زیات منظم شوي دي. خو دا یي هم وویل چې په مجموعي ډول شخړې کمې شوي او قوماندانانو یي تمه هم کړې وه.

پنیتا وویل، غواړي په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان ایلن څخه د حالاتو جاج یا ارزونه تر لاسه کړې او وګوري چې ناتو ځواکونه د طالبانو او حقانې شبکې د وسله والو پر وړاندي چې په پاکستان کې له امن ځایونو څخه فعالیت کوي، څومره توان لري.

د امریکا دفاع وزیر نوي ډهلې ته درسیدو پرمهال خبریالانو ته ویلي و:

“ زه فکر کوم دا مهمه ده چې موږ ډاډ حاصل کړو، د اوړي په موسم کې ناتو ځواکونه له څه ډول حملو سره مخامخ کېږي.”.

لیون پنیتا د کابل نړېوال هوایې ډګر کې راټولو شوېو عسکرو ته د خبرو پرمهال د پاکستان مسله راپورته کړه چې هند ته د خپل دوه ورځنې سفر په جریان کې یي ورباندې بحث کړی و،د امریکا دفاع وزیر وویل:

“ موږ مسولیت لرو چې له خپل ځانه دفاع وکړو، مونږ غواړو څرګنده کړو چې د خپلو مسولیتونو اخیستو لپاره چمتو یو او مونږ باید په پاکستان باندي هم فشار واچوو چې هغوي هم خپل مسولیتونه واخلي”.

لیون پنیتا په داسې حال کې افغانستان ته سفر وکړ، چې د چهارشنبې په ورځ د کندهار په یوه مارکېټ کې دري تنو ځان وژونکو په چاودنو کې ۲۲ کسان ووژل او لږترلږه ۵۰ نور یي ټپیان کړل.

ټاکل شوي چې د سپتمر د میاشتې تر پایه به ۲۳ زره امریکایی عسکر له افغانستان څخه ووځي .

جنرال جان ایلن به ددي شمېر عسکرو له وتلو روسته د جګړې د ډګر جاج واخلې او جمهور رئیس بارک اوباما ته به د حالاتو راپور یا تحلیل وړاندي کړي. نوموړی به د همدي ارزونې پر اساس، په راتلونکې کال کې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو پروګرام پرمخ بوځي.

په تېرو دوو ورځو کې امریکایی چارواکو د پاکستان په اړه زیاتې خبرې او څرندونې کړې او کابل ته د پنیتا له سفر څخه دا هم څرګندیږي چې اسلام آباد ته د امریکا حوصله کمه شویده.

یوه جګ پوړي امریکایي چارواکې د پنجشنبې په ورځ ومنله چې په پاکستان کې پر وسله والو باندي د امریکا د بي پیلوټه الوتکو دا وروستۍ حملې، اسلام آباد ته د امریکا د بي حوصیلې کېدو څرګندوي دي.
XS
SM
MD
LG