د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

د څرخي پله ۵۰فیصده زندانیان په نشه یي توکو روږدي شوي


د څرخي پله یو شمېر زندانیان شکایت کوي، چې زندان ته د نشه یي توکو لیږدول د دې لامل شوي چې ډیر زندانیان د دغو موادو په استعمال روږدي شي.

د دوي د معلوماتو له مخې دا مهال د دې زندان پنځوس فیصده محبوسین د نشه یي موادو په استعمال روږدي دي او دې حالت نورو زندانیانو ته هم ستونزې پیدا کړي دي.

یو شمېر زندانیانو ازادۍ راډیو ته د تیلیفون په وسیله د زندان ساتونکي په دې تورن کړل چې د نشه یې موادو لیږد ته زمینه برابروي:

(۱ مخدره مواد خو ټول له دباندې را روان دي، دلته خو په محبس یا بلاک کې نه کرل کیږي، زموږ په بلاک کې اتلس سوه یا دوه زره بندیان پراته دي چې اته سوه په مخدره موادو اخته دي. دوي په چرسو، پوډرو او شراب خوړولو اخته دي.

۲ زه په دې اتو کلونو کې په ټولو بلاکونو ګرځیدلی یم، په هربلاک کې که سل دي پنځوس یې پوډر وهي، که دوه سوه دي سل یی پوډر وهي او که دوه زره دي زر یې پوډر وهي. بندي ته خو چې پای واز راځي کمپیوټر یې ورته ایښی وي او بوټونه یې ورباندې باسي.

نه یې پای واز را وړلی شي نه بندي، همدغه خلک دي چې راوړي یي.)

د څرخي پله زندان د افغانستان ترټولو لوی زندان دی چې دا مهال څه باندې اوه زره محبوسین په کې شپې ورځی تیروي.

خو په نشه یي توکو د ډیر شمیر زندانیانو روږدي کیدل هغه موضوع ده چې ټولو زندانیانو ته یې اندیښنې پیدا کړي دي.

له زندانیانو سربیره د بشري حقونو یوشمیر مسولین هم په زندانونو کې د نشه یی موادو استعمال تاییدوي او وایي چې دوی په وار وار په دې برخه کې خپل غږونه پورته کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان ریس لعل ګل لعل ازادي راډیو ته وویل چې په زندانونو کې د نشه یي مواد کارول نوې خبره نه ده، خو وایي چې د بشري حقونو ساتونکو په دې برخه کې له پخوا څخه خپله اندیښنه ښودلې ده:

(یوازې په پل چرخي کې نه بلکه د افغانستان په اکثره زندانونو کې د نشه یې موادو دننه کیدل او هلته په دې موادو معتادکیدل دا زړه خبره ده.

وخت په وخت د بشري حقونو ډلو په دې اړه خپل غږ پورته کړی دی، خو له بده مرغه دغه ستونزه تراوسه نه ده حل شوې.

د دې علتونه دادي چې هلته زندانیانو ته د مشغولتیا لپاره کارونه په هغې اندازې نه دي چې دوی مصروف وساتي.)

د څرخي د زندان مسولین هم په دې زندان کې د نشه یی موادو کارول مني خو وایي په هغې اندازې نه دي چې زندانیان یې ادعا کوي.

د دغه زندان مشر جنرال خان محمد خان ازادي راډیو ته وویل، ددې امکان هم نه شي ردولای چې د زندان ساتونکي دې په دې موضوع کې لاس ولري خو وایي چې په دې اړه کره شواهد نه لري.

له څوکلونو را په دې خوا ځینې محبوسین د نشه یی موادو په استعمال روږدي شوي دي، ځینې یې چرس وهي او ځینې یې په پوډرو روږدي دي، دغه ارقام چې زندانیان وایي دغه غلط دي، زه یې ردوم.

په دې کې شک نشته چې که چیرې مونږ کره شواهد ترلاسه کړو، نو که افسر وي، که سرباز وي که ساتمن وي او په دې موضوع کې لاس ولري نو له دې ځآی نه یې باسو.

جنرال خان محمد زیاتوي نشه یی توکي ترډیره د پای وازانو له خوا زندان ته ننوځي او دا چې دوی د تلاشۍ پرمختللي وسایل نه لري نو مخنیوی یې یوڅه ګران دی.

بل لورته د کورنیو چارو وزارت د زندانونو مسول امیر محمد جمشید وایي چې زندانیان تر ډیره هڅه کوي چې په خپلو دې ادعاوو سره د زندان وضعه خرابه وښیي.

له دې وړاندې د هیواد ټول زندانونو په عدلیې وزارت پورې اړوند وو، خو ددې لپاره چې د زندانیانو ستونزې ښې او په خپل وخت هوارې شي د زندانونو مسولیت د کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شو.

خو دافغان حکومت له دې اقدام سره سره اوس هم زندانیان له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي.

زندانیان ترډیره د ژوند له اسانتیاوو، ښه چاپیریال او مناسبو خوراکي موادو له نشتوالي څخه شکایت کوي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG