د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

امریکا د افغانستان د ټرانسپورټ او د فواید عامې په برخو کې د مرستو ژمنه وکړه


د امریکا د ټرانسپورت وزارت مرستیال جان ډي. پرکاري او د افغانستان د فواید عامې وزیر نجیب الله وژان
د امریکا د ټرانسپورت وزارت مرستیال جان ډي. پرکاري او د افغانستان د فواید عامې وزیر نجیب الله وژان
د امریکا د متحدوایالاتو د ټرانسپورټ وزارت مر ستیال د چهار شنبې په ورځ په کابل کې له افغان چارواکو سره دوه جلا تفاهم لیکونه، لاسلیک کړل.

د دې له مخې د امریکا د ټرانسپورټ وزارت د افغانستان د فواید عامې او ټرانسپورټ له وزارتونو سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي.


دا تفاهم لیک چې د امریکا د ټرانسپورټ وزارت د مرستیال او د افغانستان د فواید عامې او ټرانسپورټ د وزیرانو ترمنځ لاسلیک شو، له مخې به یې د هیواد د ځمکني او هوایي ټرانسپورټي نظام له معیاري کولو او د سړکونو او اورګاډو د پټلیو له جوړولو سره، مالي او تخنیکي مرستې وشي.

د امریکا د متحدو ایالاتو د ټرانسپورټ د وزارت مرستیال ″جان. ډي. پرکاري″ د ټرانسپورټ له وزیر ډاکتر داوود علي نجفي سره د تفاهم لیک د لاسلیک کولو پرمهال وویل:

″موږ به د همکاریو دا اتفاهم لیک د دواړوهیوادونو ترمنځ د همکاریو د یو لارښود به توګه استعمال کړو. هغه همکاري، چې مو په دې برخه کې پخوا کړې او یایې د افغانستان له دې سکتور سره په راتلونکي کې کوو.″

جان ډي پرکاري او افغان چارواکو د دې تفاهم لیک د مالي مرستو اندازه ونه ښوله؛ خو ویې ویل، چې د مرستو دا تفاهم لیک، د افغانستان او امریکا ترمینځ د ستراتیژیکو همکاریو د تړون یوه برخه ده؛ چې د دې هیواد د ټرانسپورټ او هوایي چلند سکتور هم په کې شامل دی.

په همدې ورځ ښاغلي ″جان. ډي. پرکاري″ د فواید عامې له وزیر سره هم یو تفاهم لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د دې وزارت له فعالیتونو او پرمختګونو سره مالي او تخنیکی مرستې وشي.

د افغانستان د فواید عامې وزیر نجیب اله اوژن وویل، هیواد یې نن سبا د نویو سړکونو جوړولو او له یوې سیمې څخه بلې ته د اورګاډو د پټلیو غځولو ته سخت ضرورت لري؛ خو د کافي بودجې او فني کادرونو د نشتوالي له امله نه شي کولی؛ چې دا اړتیا وې پوره کړی.

ده هیله وښوده، چې د امریکا د ټرانسپورټ د وزارت مالي او تخنیکي مرستې به شته ستونزې کمې کړي.

″نن چې مودا پروتوکول لاسلیک کړ، د هېواد د سړکونو او د اوسپنې د لیکو د ایستلو په لار کې به د یوې زېر بنا حیثیت ولري، د دې له مخې به د سرکونو د جوړولو چارې معیاري او ظرفیتونه به لوړ شي او همدارنګه به د کار کمیت او کیفیت ته ښه پاملرنه وشي.″

د افغانستان د ټرانسپورټ وزیر داود علي نجفي وویل، امریکا په تیرو شاوخوا لسو کلونو کې په دې برخه کې مرستې کړي؛ خو نوې ژمنې به یې وکړای شي، چې د ولایتونو ترمنځ ټرانسپورټي چارې پراخې او اسانه او د هیواد له اقتصادي ودې سره به مرسته وکړي.

د چارو پوهان وایي له شاوخوا لسو کلونو راهیسې د افغانستان په محصولاتو صادراتو او وارداتو کې د پام وړ پراختیا لیدل کیږي، خو دا فعالیتونه د ځمکنې او هوایي ټرانسپورټ د نیمګړتیاو له امله ډیر ځلې له ځنډ او خنډ سره مخ کیږي.

سربیره پر دې دافغانستان هوایي سیسټم تراوسه هم په بشپړه توګه، نړیوال اعتبار نه دی ترلاسه کړی.

راپور:خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG