د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

ګل سکه غواړي چې خاوند یې تر ډېره موده بندي وي


ګل سکه
ګل سکه
ګل سکه چې اتلس کاله عمر لري د خپل میړه لخوا یې د وژنې هڅه شوې نوموړی له دولت څخه غواړي، چې د دی ژوند خوندي کړي او میړه ته یې سزا ورکړي.

ګل سکه د کندهار ولایت اوسیدونکې ده، دا د کورنې شخړی د هواري قرباني شوې، نوموړې د میړه له خوا په ملا کې په مرمۍ ویشتل شوې؛ چې نږدې له دوه میاشتو راهیسې د کابل په یوه پوځې روغتون کې تر درملنې لاندې وه.


ګل سکه مې د لومړي ځل لپاره د سردار محمد داوود خان په روغتون کې په داسې حالت کې ولیدله، چې د ده په بدن د میرمیو د ټپونو د درملنې لپاره بستري وه.

هغه وخت ډاکټرانو له ګل سکې سره د دې حالت ته په پام سره د خبرو اجازه رانه کړه، خو البته دا مساله روښانه شوه، چې ګل سکه د خپل میړه له خوا په ډزو ویشتل شوې.

دوهم ځل مې میرمن ګل سکه د امید په نوم د امن په خونه کې په داسې حال کې ولیده چې ټپونه یې څه ناڅه ښه شوي وو.

ګل سکې وویل، چې وروسته له هغې چې خور یې د دې بنې له خوا ووژلې شوه دا یې د کورنۍ شخړې د هواري لپاره د خور د بنې زوی ته په زوره نکاح شوه.

″زما وریندار زما د خور بدل وه، چې د دې پلار یې کړی وو، د وریندارې مور مې زما خور حلاله کړه نو له دې پیښې وروسته زما وریندار د پلار کره له خپلو دریو بچو سره لاړه؛ نو زما ورور ته یې وویل، ترڅو چې دې خور زما ورور ته رانه کړې زه نه درځم مور مې نه غوښتل چې ما ور کړي. خو ورور مې په زوره ورکړم.

نو دوه میاشتې وړاندې مې مېړه په مرمۍ وویشتم ټولې کولمې مې یې را وایستې په ځمکه پرتې وي، بیا مې هغه خواښې په نس کې بېرته را واچولې او نس مې یې په پوړنې را کلک کړ راته یې وویل چې مه ژاړه کولمې دې را وځي.″

د ګل سکې پلارګنۍ د کندهار ده او اووه کاله مخکې کله، چې دا دیارلس کلنه وه په تخار کې واده شوه.

ګل سکه وایي، یوازې لس یا دولس ورځې یې له میړه سره په ښه حالت کې تیرې کړي او وروسته بیا د میړه او خواښې له خوا هره ورځ په دې پلمه ځورول کیدله، چې ماشوم نه لري.

نوموړې وایي، چې د کورنۍ تاوتریخوالې څخه د ژغورلو لپاره یې له ورور څخه پیسې اخیستې او ډاکټر ته تللې خو نسایي ډاکټرې ورته ویلي، چې ته کومه ستونزه نه لري.

″زه لاړم ډاکټر ته پیسې مې له ورور نه واخسیتې، دوی خو د یوې روپۍ دوا پر ما نه ده کړې، هغې مې تلویزیوني معاینه وکړه، نو راته یې وویل، چې په تا کې عیب نشته میړه دې را وله چې معاینه یې کړو نو ما مې خواښې ته وویل؛ چې دا دې پرما کې خو عیب نشته تاسې خپل غم وخورﺉ چې ته ماته وایي؛ چې اولاد نه کوې.″

ګل سکه وایي، هغه وخت پردې د خسر په کور کې ځمکه ډېره سره شوه؛ چې د دې میړه د خپلې خور د لیور له لور سره اړیکې پیدا کړې.

دا وايي، میړه یې ورباندې هله په چره یي ټوپک ډز وکړ، چې له خپلې مور سره په شخړه بوخت وو.

د ګل سکې په وینا خواښې یې غوښتل، چې کور پریږدي او لاړه شي، خو دا کوټې ته ورغله، څو د هغې د تګ مخنیوی وکړي، چې په دې وخت کې میړه ورباندې له شا نه ډز وکړ.

کله، چې ګل سکه په ملا ولګیدله، نو خواښې یې د ګاونډیانو په مرسته دا تر روغتون پورې ور ورسوله.

دا یواځې ګل سکه نه ده، چې د میړه او خسر له خوا د تاوتریخوالي ښکار شوې، بلکې په هیواد کې د میرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي داسې په سلګونه پیښې ثبت شوي دي.

میرمن ګل سکه چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د میړه له خوا ویشتل شوي یوه پیښه یې عیبي شوې که څه هم د ګل سکې میړه اوسمهال بندي دی؛ خو له حکومت څخه غواړي، د زیات وخت لپاره د بند سزا ورکړي.

ګل سکه وایي، چې دا نور نه غواړې له خپل مېړه سره ژوند وکړي او یا هم بل ځای واده شي.

″ما دې حلاله کړي، ورکوي مې دې نه ځکه چې زما سره یې ښه نه دي کړي، زه یې ډیره ځورولې یم ډیره یې وهلې ټکولې یم. ولې نه خبره نه اتره وم ناحق راغی ویې ویشتم اوس مې هیڅ زړه نه دی چې بل مېړه وکړم که ډېره مجبوره نه شم بیخي میړه نه کوم په توبو مې توبه ده.″

خو دا، چې اړونده ادارې به د ګل سکې د برخلیک په اړه څه ډول پرېکړه وکړي اوس یې اټکل ګران دی، خو د داسې میرمنو شمېر کم نه دی، چې د کورني تاوتریخوالي له کبله یې دې ادارو ته پناه راوړې.

که څه هم افغان میرمنې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، خو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ پیښې تر ډیره د هیواد په شمال کی را پورته شوي.

چې نوی پیښه په بلخ ولایت کې له یوی امیدوارۍ میرمنې څخه د میړه له خوا د ژبې پرې کول وو.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG