د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

سپینې ماڼۍ د القاعده شبکې د دوهمې درجې مشر وژنه تایید کړه


سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ د القاعده شبکې د دوهمه درجه مشر ″ابو یحیی ال لیبي″ وژنه تایید کړه او دایي په دغې تروریستي شبکې باندې ″یوه سخته ضربه″ وبلله.

د امریکا بې پیلوټه الوتکې د دوشنبې په سهارپه شمالې وزیرستان کې د طالبانو او القاعده وسله والو په یوه مرکز حمله وکړه او پنځلس کسان یې په کې ووژل.

په راپورونو کې ویل شوي وو، چې په وژل شویو کې د القاعده شبکې دوهمه درجه مشر ″ابو یحیی ال لیبي″ هم شامل دی.

یو امریکایي چارواکي د سې شنبې په ورځ وویل، چې د پاکستان په شمال ختیځ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حملې کې د القاعده شبکې دوهمه درجه مشر وژل شوی دی.

دغه امریکایي چارواکی چې خپل نوم یې نه و په ډاګه کړی، دغه راز یې وویل: “په القاعده کې داسې بل څوک نه دی پاتې، چې د وژل شوي مشر مهارت او ځای دې ډک کړي.”

د پاکستان استخباراتي چارواکو هم رویټرز آژانس ته ویلي؛ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حملې کې ممکن ال لیبي وژل شوی وي.

ال لیبي چې اصلې نوم یې ″محمد حسن قاید″ دی او د لیبیا تبعه دی، امریکایي چارواکو د القاعده شبکې دوهمه درجه مشر ښودلی؛ خو نور امنیتي کارپوهان بیا وایي، چې نوموړی د دې نړیوالې تروریستي شبکې پنځمه درجه مشر و. د ده پر سر باندې یو میلون ډالره انعام ایښودل شوی و.

د دوشنبې د ورځې حمله په څو تېرو ورځو کې د بې پيلوټه الوتکو دریمه حمله وه او په روان کال کې تر ټولو وژونکې حمله بلل شوې ده.

د پاکستان حکومت د امریکا د بې پیلوټه الوتکو حملې غندلې او د همدې مسالې پر سر د اسلام آباد او واشنګټن اړیکې خراب شوي دي.

د دوشنبې د سهار په سپیدې کې د شمالي وزیرستان د مرکز میرانشاه ختیځ ته په یوې کلا باندي، د امریکا بې پیلوټه الوتکې دوه توغندی وورول او مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړه.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د یوه امریکایي چارواکي له خولې لیکلي و: “په دې به زیات وخت ولګیږي، چې خلک باور وکړي ال لیبي وژل شوی دی”.

د ال لیبي وژنه د امریکا د خاصو ځواکونو له خوا د اسامه بن لادن له وژنې وورسته، د القاعده مشرانو تر ټولو مهمه وژنه ده.

د اسامه له وژل کېدو وروسته، کارپوهانو ګمان کاوه چې ال لیبي به د بن لادن پرځاي د القاعده شبکې مشر شي، خو وروسته مصری ډاکټر ایمن الظواهري د القاعده شبکې د مشر په توګه وټاکل شو.

امریکایی ځواکونو په ۲۰۰۲ کال کې ابو یحیی ال لیبي نیولی و، خو په باګرام زندان کې له دري کاله بند تېرولو وروسته له زندان څخه په تیښتې بریالی شوی و.

پاکستانې چارواکې وایي، د می په ۲۸ مه هم د امریکا د بي پیلوټه الوتکې په حملې کې ۹ کسان وژل شوي وو، هغه مهال ناتائید شوي راپورونه خپاره شوي ووچې ال لیبي ټپي شویدی. په یوه بل راپور کې ویل شوي و چې نو موړی د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر میاشتې په حملې کې وژل شوی و.

ال لیبي د القاعده شبکې عمومي مدیر یا مینیجر و او د پاکستان په قبایلی سیمو کې یی ددي شبکې د عملیاتو چارې پر مخ وړلې.
XS
SM
MD
LG