د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د نفتي موادو ټول واردوونکي دې خپل د فعالیت جوازونه نوي کړي


د سوداګرۍ وزیر انور الحق احدي.
د سوداګرۍ وزیر انور الحق احدي.
د سوداګرۍ وزارت د نفتي موادو ټولو واردوونکو ته درې میاشتې وخت ورکړې، چې د خپل فعالیت جوازونه نوي کړي.

د سوداګری او صنایعو وزارت په پام کې لري، چې د نفتي توکو د کیفیت د لوړولو لپاره ټولو سوداګرو ته د کار نوي جوازونه ورکړي.

د سوداګرۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هر سوداګرباید ددې جواز د تر لاسه کولو لپاره لږ تر لږه پنځه لکه ډالره چې پنځه ویشت میلونه افغانۍ کیږي پانګه ولري.

″که د درې میاشتو په موده کې که بیا هم ځینې کمپنیو خپل جواز نوی نه کړ نو مونږ به هغوی ته خبر ورکړو چې تاسو خپل جواز نوی نه کړی نو ددې خطر شته چې ستاسو د تیلو واردات په سرحد کې بند کړو.

زمونږ هدف داده چې دا سیستم ورو عملي کړو، بیا که چا د عیسوي کال تر پایه خپل جواز نوی نه کړ په هغه صورت کې بیا مونږ ګمرکاتو ته وایو چې دا خلک اجازه نه لري چې له ګمرک نه خپل مال تیر کړي.″

د ښاغلي احدي په وینا ددې نوي جواز له مخې به د ټولو وارداتي توکو کیفیت او د باور نیټه به کتلې کیږي.

ددې وزارت په وینا دا مهال په هیواد کې د نفتي توکو سل شرکتونه فعالیت کوي چې ډیره برخه یی تیل دي.

بل خوا د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي ددې نوي جواز د شرایطو د پوره کولو لپاره ډیر کم وخت ورکړل شوی، د دوی په وینا پدې موده کې به سوداګر ونشي کړای چې دغه شرایط پوره کړي.

ددې خونې مرستیال خان جان الکوزی آزادۍ راډیو ته وویل.

″مونږ خو له دې مسلې سره موافقه کړې ده، مګر زمونږ له نظره به دا جوازونه ډیرو سوداګرو ته ونه رسیږي، او وخت یې هم کم دې.
دا یوه نوې پروسه ده په عمل کې به وګورو چې دوی څومره کار کولای شي.

زه فکر کوم چې که دولت فساد او اضافي په اموالو په خاصه توګه تیلو د وارداتو په برخه کې د وارداتو د فساد مخنیوی ونه کړي نو دغه جوازونه هیڅ ګټه نه رسوي.″

افغانستان داسې یو هیواد دې چې خپل د اړتیا وړ نفتي توکي له نورو هیوادونو واردوي، چې ډیر کله ددې توکو بیې په ژمي کې لوړیږي.

خو عام خلک بیا تل خپلې ګیلې دولت ته وړاندې کوي او تل له دولت نه د خپلو ستونزو د حل په برخه کې مرسته غواړي، څو په هیواد کې د نفتي، خوراکي او ټولو اړتیا وړ توکو بیو ته جدي پاملرنه وکړي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG