د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

په هیواد کې د څه باندې ۶ میلیونو ماشومانو ژوند له خطرسره مخ دی


د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال واصل نور مهمند
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال واصل نور مهمند
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، په وروستیو څو کلونو کې یې د ماشومانو پروړاندې د تاوتریخوالي شاوخوا دوه زره دوسیې ثبت کړي دي.

که څه هم د کار او ټولنیزو د وزارت چارواکو ″د ماشوم د ملاتړې شبکې″ له خوا د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ثبت شویو قضیو خبر وکړ خو د دې قضیو د ځانګړتیاو په هکله یې معلوما ت ورنه کړل.

د دې وزارت مرستیال واصل نور مهمند چې د سې شنبې په ورځ یې په کابل کې د ماشوم د نړیوالې ورځې د نمانځلوپه غونډه خبرې کولې؛ د هیواد د ماشومانو ژوند یې داندیښنی وړ وباله او په دې لاره کې یې جاري کوښښونه کافي ونه ګڼل:

″د هیواد په نهه ویشتو ولایتونو کې مو د ماشوم د ملاتړ شبکې فعالې کړي دي. له دوه زره شپږم کال څخه مو تردوه زره یوولسم کال پورې د ماشوم پروړاندې د تاوتریخوالی نهه زره دوه سوه، دوه اویا دوسیې راجسټر کړي دي.

له څلورزره او پنځه سوه هغه ماشومانو سره چې د سړک پرسر ګرځي او کار کوي، مرستې کړي، د بې وزلو ماشومانو د ژوند د ښه والي ستراتیژي مو بشپړه کړې او په روان کال کې مو دوه زره یوسل او شپېته کارګر ماشومان پلان کړي؛ چې مرستې ورسره وکړو، خو بیاهم دا کارونه د بې وزلو او بې برخې ماشومانو د شمیر په اندازه کم دي.″


د کار او ټولنیزو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په هیواد کې د څه باندې شپږو میلیونو ماشومانو ژوند له خطرسره مخ دی.

ویل کېږي، چې اکثره دا ماشومان د کورنیو اقتصادي ستونزو اړ کړي؛ چې شاقه کارونه وکړي او یا ترې په جرمونو او داسې نورو ناوړو چارو کې کار واخیستل شي.

د افغانستان د بشر د حقونو سازمان هم وایي، چې د اقتصادي ستونزو له امله اکثره ماشومان، په جرایمو او داسې نورو ناوړه کارونو کې ښکېلیږي.

د افغانستان د بشر د حقونو د سازمان ريیس لعل ګل لعل ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې کوم جرمونه چې د ماشومانو له خوا ترسره کېږي؛ په وروستیو کلونو په کې زیاتوالی راغلی دی:

″یووخت په افغانستان کې شاوخوا درې زره بندیان وو، خو اوس د هېواد په بیلابیلو زندانونو د بندیانو شمېرله شل زرو اوړي، د دې علت بیکاري، فقر، د قانون د حاکمیت کمزوري، اداري فساد او داسې نور دی.

دې وضیعیت د ماشومانو پر ژوند هم اثر کړی او مجبورماشومان اړایستل کېږي، چې جرمونه وکړي، د مجرمو ماشومانو په شمېر کې هم زیاتوالی لیدل کېږي.″


په افغانستان کې د کار او ټولنیزو چارو پر وزارت سربیره په لسګونو نورې کورنۍ او بهرنۍ موسسې شته چې د ماشوم د ژوند ښه والي ته کار کوي، خو له دې سره سر ه د کابل او نورو ولایتونو په لویو ښارونو کې لیدل کېږي، چې په سلګونو ماشومان په لږو پیسو د رانه کارونه کوي، یا د سوال لاس غځوي، یا جرمونو او ناوړه کارونو ته اړایستل کېږي او یا بهرنیو هیواد ونو ته تښتول کېږي.

خو د کار او ټولنېزو چارووزارت وایي، پلان لري، چې په راتلونکو نږدې کلونو کې له پنځه میلیونو اړو ماشومانو سره په مختلفو برخو کې د مرستو پروګرامونه پلي کړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG