د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

پاکستان د ناټو تر فشار لاندې دی


د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره له خپلې خاورې د ناټو ټرانزيټ د اسلام اباد د حکومت په ګټه نه بولي.

حنا رباني کهر يوې امريکايۍ خپرونې ته دا خبره په داسې وخت کې کړې ده، چې ناټو له افغانستانه د خپلو وسايلو او وسايطو د ايستلو لپاره د منځنۍ اسيا له دريو هيوادو سره د ټرانزیټ په برخه کې موافقه کړې.

ناټو غواړي د ۲۰۱۴ کال تر پايه خپل محارب ځواکونه له افغانستانه وباسي. دغه تړون تېر کال څوارلس زره عسکر وايستل او ټاکل شوې چې څه باندې شل زره نور سږکال له افغانستانه بهر کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې د اسلام اباد او واشنګتن د اړيکو په اړه وويل، يوازې بايد دا ونه وايو چې دا روابط غواړو، بايد دا ووايو چې دې اړيکو ته اړتيا لرو.

د پاکستان او امريکا اړيکي وروسته تر دې خړپړ شول چې پاکستان خپله ټرانزیټي لار په افغانستان کې پر بهرنيو ځواکونو د تيرميلادي کال په وروستيو کې هغه مهال بنده کړه؛ چې د ناټو د هیليکوپترو په بمباري کې ۲۴ پاکستاني پوځيان ووژل شول.

حنا رباني کهر فارين پاليسي چاپي خپرونې ته څرګنده کړه؛ چې اکثر پاکستانيان دا نه غواړي، چې د ناټو اکمالات دې د پاکستان له لارې وشي.

دوي وايي، چې دا لاره دې د بهرنيو ځواکونو پر مخ د تل لپاره تړلې وي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې زياته کړه، که زه چيرته د صدراعظم سلاکاره وای نو ما به هم هغه ته د خلکو خبره کړې وای.

له پاکستان سره د ټرانزیټ په برخه کې اختلافاتو ناټو اړ ايسته چې د منځنۍ اسيا هيوادو ته مخه کړي او اوس يې د منځنۍ اسيا له دريو هيوادونو سره يوه موافقه لاسليک کړه؛ چې له مخې يې د دې تړون غړي هيوادونه له پاکستانه پرته له افغانستانه خپل پوځي وسايل او نقليه وسايط وړي شي.

د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې په دې اړه وويل:

″موږ د منځنۍ اسيا له دريو هيوادو سره له افغانستانه د وسايلو د ايستلو د ټرانزیټ په برخه کې موافقه وکړه، له قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان سره. دا تړونونه به موږ ته نوي امکانات راپه برخه کړي او د ترانسپورت په برخه کې به مو لاس خلاص شي او دې ته موږ اړتيا لرو.″

ناټو مخکې له روسيې سره په دې برخه کې موافقه کړې وه نو د منځنۍ اسيا له دريو هيوادو سره د نوې موافقې له مخې اوس ناټو کولاي شي؛ چې له افغانستانه اروپا ته خپل پوځي وسايل او وسايط يوسي.

د پاکستان لار د ناټو لپاره د منځنۍ اسيا او روسيې تر لارې شپږ ځلي ارزانه تمامېږي له همدې کبله ګومان کېږي؛ چې ناټو به پر پاکستان بيا هم فشار زيات کړي، څو خپله لار پرانيزي. خو د منځنۍ اسيا له هيوادو سره د ناټو نوې موافقه داسې ښکارې چې پاکستان ته د ناټو اړتيا پاي ته رسوي.
XS
SM
MD
LG