د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

د امریکا متحده ایالاتو یوه هنري ډله په هرات کې کانسرت ورکړ


د سندرغاړو دغه درې کسیزه ډله چې د امریکا متحده ایالاتو ویرجینیا ایالت څخه هرات کې د امریکا د کنسلګري په نوښت راغلې ده؛ د دوشنبې په ماښام یې د هرات ارګ کې د هرات محلي سندرغاړو سره یو ځای د ټنګ ټکور مجلس ګرم کړ.

د هرات والي ډاکټر داود شاه سبا، ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د دوه هیوادونو د فرهنګونو د تبادلې دا یوه ښه لار ده.

هرات کې میشت د امریکاد کنسلګرۍ مسوول ″براډ هډسن″ وویل؛ د هېواد خلک او حکومت یې له افغانانو سره مینه لري، چې د نورو انساني مرستو ترڅنګ یې دا دی د هنر برخه کې هم د مرستې پروګرام په لار واچوه:

″د موسیقی څو تنه پوهان له امریکا څخه راغلي، د هرات محلي سندرغاړو سره ګډې سندرې وایې، له دغه کار موهدف دا دی، چې یو بل سره لانږدې او فرهنګونه سره معرفي کړو.

البته طمعه شته، چې بیا به هراتي سندر غاړي امریکا ته لاړشي، هلته به امریکا کې کنسرتونه ورکړي.″

له امریکا څخه چې کوم سندر غاړي، راغلی وو، نومونه یې ″پیټون توخټرمن، ″رادیسلا لورو کویچ″ او ″ګه ری ګرین″ یاد شول.

دوی هر یوه د سندرو له پیله وړاندې د افغانستان د ښکلا ستاینه کوله ویل یې؛ د خلکو مینه او میلمه دوستي به یې تل په خیال کې پاته وي.

راپور: شرف الدین ستانکزی
XS
SM
MD
LG