د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

پر ښوونځیو د حملو ترشا د چا لاس دی؟


په تخار کې چارواکي وايي، چې په ښونځيو کې یې د نجونو د مسمومیدلو په اړه تحقیقات کړي دي.
د تخار د والي ویاند نن ازادي راډیو ته وویل، چې په دې ارتباط یې یو شمېر مشکوک کسان هم نیولی دی.
په نیول شویو کسانو کې بهرنیان هم شامل دي.


د تخار د والي ویاند مصطفی رسولي وايي، چې په دې ولایت کې د نجونو د ښونځيو د ساتنې مسوولیت سیمه ییزو شوراګانو او خلکو ته وسپارل شو.

د ښاغلي رسولي په وینا، په دې شورا ګانو کې د سیمې مخور، ملایان، امنیتي ځواکونه، ښونکي، زده کونکي او د هغوی د کورنیو مشران شامل دی.

″د ولایت په مقام کې پریکړه وشوه، چې د ټول تخار په ښونځيو کې به امنیتي کمیټې رامنځ ته کیږي. په دې کميټو کې به امنیتي ځواکونه، د مربوطو ښونځیو استادان، زده کونکي او ښونکي شامل وي.

پرون، د تالقان ښار په اتیا ښونځيو کې دا کمیټې جوړې شوې. خوشبختانه، له پرون راهیسې د تالقان ښار په هیڅ ښونځي د داسې حملې رپوټ نه دی ترلاسه شوی. دا پروسه به په ټول ولایت کې عملي شي.″


د تخار د والي ویاند زیاته کړه، چې لږترلږه تیره شپه د تالقان ښار د ښونځيو امنیت د خلکو او پولیسو له خوا په ګډه نیول شوی وو.

په تخار کې د نجونو زده کونکو د مسمومولو وروستۍ مرموزه پيښه د یک شنبې په ورځ وه.

د تخار په فرخار ولسوالۍ کې د ناهید شهید د نجونو د لیسې لسګونه تنه زده کوونکې مسمومې شوې وې او د دې ولایت د عامې روغتیا رییس آزادي راډیو ته وویل، چې لږترلږه څلویښت مسمومې نجونې د فرخار روغتون ته لیږدول شوې وې.

خو څوک او کومه ډله د داسې پيښو شاته لاس درلودلای شي؟

د تخار د والي ویاند مصطفی رسولي وایي، چې د فرخار ولسوالۍ په دې ښونځي کې د نجونو د مسومولو په تور یې یو شمیر کسان نیولي دي خو د مسلې د جدیت په خاطر د نیول شویو کسانو هویت نه شي څرګندولای.

مصطفی رسولي زیاته کړه، چې په نیول شویو کسانو کې یوه پاکستانۍ میرمن هم شامله ده:

″موږ یوه پاکستانۍ ښځه چې په سیمه کې یې د ډاکټرې په توګه کار کاوه، نیولې ده. موږ ته څرګنده شوې، چې دې ښځې د ډاکټرۍ هیڅ ډول اسناد نه درلودل او په غیر قانوني توګه یې کار کاوه.

له دې ښځې تحقیقات پيل شوي دي. تراوسه نه ده ثابته شوي چې د تخار په ښونځيو کې د نجونو زده کونکو د مسمومیدلو له وروستیو پيښو سره تړاو لري که نه، خو امنیتي ځواکونو تحقیقاتو ته بیولې ده.″


ښاغلي رسولي په خپل ولایت کې د وسله والو طالبانو داسې پياوړی حضور ردوي، چې د دې ډول حملو په ترسره کولو وتوانیږي.

خو ټينګار کوي، چې تردې مخکې د حزب اسلامي، د ازبکستان د اسلامی غورځنګ (IMU) او نورو وسله والو ګروپونو غړي په دې ولایت کې د تخریبي فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

په عین حال کې، د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، چې داسې حملې د یوې ډلګۍ له خوا او یا په انفرادي ډول نه شي تر سره کیدلای.

ښاغلي صدیقي ازادي راډیو ته وویل، ښايي په تخار او نورو ولایتونو کې د ښونځيو پر زده کونکو د داسې حملو شاته وسله وال طالبان وي.

صدیق صدیقي وویل، په هغو ولایتونو کې چې دا پیښې شوې دي، پولیس په څيړونو بوخت دی او له خلکو سره تماسونه نیول شوي دي، څو د دې پيښو اصلي عوامل څرګند شي:

″طالبان او د هغوی بهرني ملاتړ کونکي، یعنې هغه تروریستي کړۍ چې د افغانستان ویجاړول او بربادول یې لا هم د ستراتیژۍ اصلي محور دی، دا نه شي زغملای چې د افغانستان نجونې او هلکان ښونځي ته ولاړ شي.″

وسله والو طالبانو د دې حملومسولیت نه دی اخیستی. تر دې مخکې، د طالبانو یوې اعلامیه وویل چې په دې پيښو کې د سیمې د استخباراتو لاس دی.

خو د کورنیوچارو د وزارت ویاند ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې له وسله والو طالبانو او د هغوي له ملاتړ کونکو پرته داسې نورې ډلې نه شته چې د ښونځيو پر نجونو حملې وکړي.

د کورنیو چارو وزارت دا انګیرنې رد کړې، چې ښايي په شمال کې یو شمیرمقتدرې مخالفې کړۍ وي، چې غواړي په دې ډول د کابل پر حکومت فشار زیات کړی.
XS
SM
MD
LG