د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

امریکايي بې پیلوټه الوتکو په شمالي وزیرستان کې ۲۷ وسله وال وژلي


د پاکستان استخباراتي مامورين وايي، چې په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پېلوټو الوتکو په پرونۍ حمله کې ۲۷ سخت دريڅي وژل شوي دي.

پرون بې پېلوټو الوتکو د شمالي وزيرستان د هيسو خېل د کلي پر يوه کور دوه توغندي وويشتل.

استخابارتي مامورينو ويلي، چې په مړو کې بهرني سخت دريځي هم شامل دي.

دا په درو ورځو کې درېمه پر له پسې حمله ده، چې پر قبايلي سيمو د بې پېلوټه الوتکو له لوري کېږي.

د می له درويشتمې را په دې خوا پر پاکستان د بې پېلوټو الوتکو اته بريدونه شوي، حال دا چې تر دې مخکې په تېرو څلورو مياشتو کې همدومره بريدونه شوي ول.

خو پرونۍ حمله تر ټولو خونړۍ وه ځکه چې ۲۷ سخت دريځي په کې ووژل شول.

تر دې پخوا د تېر کال د نومبر په شپاړسمه د بې پېلوټو الوتکو په حمله کې ۱۸ پاکستاني طالبان وژل شوي ول.

له دې وروسته په تېرو شاوخوا پنځو مياشتو کې هيڅ حملې دومره مرک ژوبلې نه وې پېښې کړي.

د ده په وينا د کور په کنډوالو کې خلکو د پاکستاني طالبانو د تحريک ليکونه او نښانونه وموندل.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا بريد وغانده او هغه يې د غيرقانوني بللو په ترڅ کې د پاکستان د حاکميت سرغړونه وبلله.

دا په داسي حال کې ده، چې د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان استخباراتي مامورين وايي، چې وژل شوي کسان مشکوک سخت دريځي دي.

د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې، چې د ټرانزيټي لارې پر سر هم کړکېچنې شوي، د پاکستان له لوري د امريکا د بې پېلوټه الوتکې د حملې غندل يې ممکن نورې هم خرابې کړي.
XS
SM
MD
LG