د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

په هلمند کې د ملاعمر د دویم مرستیال ورور له ۲۵ تنو سره وژل شوی


د افغانستان د ملي امنیت د ادارې په وینا ملا عبدالسلام عابد، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوی؛ د ملا عمر د دویم مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر ورور او په کجکي کې د طالبانو عمومي پوځي قومندان و.

دا عملیات، چې په کې د ایساف او ملي اردو ترڅنګ د ملي امنیت ځواکونه او پولیس هم ښکیل وو، یکشنبې په شپه په کجکي کې شوي، چې پکې د پنځه ویشتو نورو وسله والو طالبانو د وژلو خبر هم ورکړل شوی.

د ملي امنیت د ادارې یو ویاند شفیق اله طاهري له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې د ملا عبدالسلام په وژنې سره به د سیمې په امنیتي وضع مثبت اغیز پرې وځي.

″د ملا عبدالسلام عابد په وژنې د سیمې خلک زیات خوښ شوي او انشاء اله تمه ده، چې ددې په وژنې سره د کجکي ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې بشپړ امنیت ټینګ شي. دا عملیات د ایساف، ملي اردو، ملي امنیت ځواکونو او د پولیسو لخوا په ګډه شوي.

د وژل شویو کسانو مړي هم دامنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي وو او وروسته له هغې، چې د ملا عبدالسلام عابد مړې وپیژندلې شو، د هلمند قومي مشرانو ته وسپارلې شو، څو کورنۍ ته وسپاري او یا هم په کوم مناسب ځآی کې خاورو ته وسپاري.″

له بل لوري ایساف ځواکونو هم دا عملیات تایید کړې، خو دا تفصیلات یی ندي وړاندې کړي، چې پدې عملیاتو کې څومره مرګ ژوبله اوښتې.

له بل لوري وسله والو مخالفینو ددې عملیاتو په اړه او ددوی لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تراوسه کومه تبصره نده کړې.

د سمیې ځینې اوسیدونکي وایی، چې له تیرو څو ورځو راهیسې پدې سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده او خلک په خپلو کورونو کې هیسار پاتې دي.

خو د ملي امنیت ادارې وویل، چې په سیمه کې خلک ددوی د عملیاتو ملاتړ کوي او تراوسه پورې د سیمې خلک له کومې ستونزې سره ندي مخ شوي.

په کجکي ولسوالۍ کې دا عملیات پداسې حال کې پیل شوي، چې امریکا د کجکي د بريښنا بند د بیارغونې لپاره پراخې هڅې پیل کړي.

که څه هم تراوسه دا روښانه نده، چې په سیمه کې پیل شوي پوځي عملیات د کجکې د بریښنا بند د بیارغونې له بهیر سره کوم تړاو لري او که نه، خو د ملي امنیت د ادارې ویاند ښاغلي طاهري وویل، چې د امنیت ټینګول ددوی دنده ده.

″ممکن یو لامل دا وي، خو ددې ترڅنګ امینت باید په ټولو سیمو کې موجود وي، کجکي خو له نوم سره یې ټوله نړۍ اشنا ده، چې دا ولسوالۍ د دې ترڅنګ، چې د برېښنا د انرژۍ د تولید له پلوه خورا مهمه ده، د نفوس له پلوه پراخه سیمه ده او یوه کرنیزه سیمه ده.″

امریکا د کجکي د بریښنا بند د بیارغونې لپاره څلور سووه یو اویا میلیونه ډالره ځانګړې کړي، څو د بریښنا دغه شپیته کلن بند، چې د لومړي ځل لپاره هم د امریکا د نړیوالې پراختیایی ادارې لخوا جوړ شوې وو، بیا ورغوي.

په هلمند کې که څه هم له تیرو لسو کلونو راهیسې بهرني او په تیره بیا بریتانوي ځواکونه میشت دي، خو دغه ولایت تل د وسله والو مخالفینو د فعالیت مهم مرکز پاتې شوې.

دا، چې په کجکي کې روان عملیات به د بریښنا د بند د امنیت په ټینګښت کې څومره مهم رول ولري اوس یې اټکل ګران دی.
XS
SM
MD
LG